د هلکانو لپاره د بلوغ روغیتایي لارښود

ځواني د خوښۍ او سلامتیا دوره ده، د ځوان فکر د ځوان په څېر د مهارتونو او وړتیاوو تر لاسه کولو ته چمتو وي. د دې ترڅنګ دغه دوره د فردي، اخلاقي او ټولنیزو فتنو خطر هم له ځان سره لري.

تل د ځوانۍ د دورې د روحي او جسمي بدلونونو په اړه پوښتنه را پیدا کېږي، خو د دغې پوښتنې ځواب او لارښوونې د رسالې په بڼه چاپ شوي نه دي. زما په آند د ځوانانو تر ټولو لومړۍ اړتیا دا ده، چې هغوی د دغې مهمې دورې د پېښېدونکو بدلونونو په اړه هر اړخیز معلومات ولري، ترڅو له دې بدلونونو سره ځان عیار کړي او د دغې دورې مثبتو غوښتنو ته ځواب ووایي او منفي غوښتنې کنټرول کړي.

سره له دې چې د بلوغ د دورې په اړه معلومات ترلاسه کول اړین دي، خو له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې د والدینو او اولادونو ترمنځ اړیکې داسې دي، چې دوی نشي کولای د داسې مهمو او حیاتي مسایلو په هکله خبرې وکړي او په دې برخه کې سمې لارښوونې ورته وکړي.

د دغې رسالې په خپرېدلو سره د دې آسانتیا برابره شوه چې د ټولنې ځوانان د سر ګردانۍ او ناسمو معلوماتو ته د لاسرسي څخه وژغورو؛ ځکه که ځوانان له ناسمو منابعو څخه ناسم معلومات تر لاسه کړي، نو کېدای شي د هغوی رواني ـ جسمي او ټولنيزې روغتیا ته زیان ورسوي.

له دې کبله د دېوان بیګي کلینیک مشرتابه دا اړینه وګڼله چې د نورو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ د ټولنې عامه پوهاوي په موخه دغه رساله چې د بلوغ د بدلونونو او نورو اړونده اړینو مسایلو په اړه لارښوونې د ځوانانو او د هغوی د والدینو لپاره لري، چاپ کړي.

تاسو ټولو ته ښه لوستل غواړو

د دېوان بیګي کلینیک لخوا

د هلکانو لپاره د بلوغ روغیتایي لارښود له ښکته لینک نه د پی ډی اف په بڼه ډانلوډ کولای شی!

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top