اوس تاسو کولای شئ، چې د دیوان بیګي په کلینیک کې د D-Dimer معاینه ترسره کړئ. ډي ډایمر
(D-Dimer) د پروتین ټوټه ده چې د وینې د لخته شویو ټوټو د پارچه کېدو څخه لاسته راځي. نوموړې معاینه د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ډیره مهمه ده چې نفس تنګې ولري او په دغه ناروغانو کې د وینې لخته کېدلو (د وینې ټینګېدلو) اندازه راښیي. د ډي ډایمر نارمل اندازه (۵۰۰ نانو ګرام پر ملي لېتر) ng/ml ۵۰۰ ده. که چېرې له دغه اندازې څخه لوړه شي، نو د ناروغ د وینې د لخته کېدو زیاتوالی راښیي.
که چیرې تاسو ناروغ ته دغه معاینه نه وي ترسره کړې، تاسو به فکر کوئ چې ناروغ جوړ شوی، خو د هغه په کوم رګ کې به وینه لخته شوې وي، چی دغه معاینه نظر د ناروغ وضعیت ته په کتو باید تکرار شي.
د D-Dimer معاینې بیه په دیوان بیګي کلینیک کې ۶۰۰ افغانۍ ده، چې د نورو کلینیکونو او روغتونونو په نسبت ارزانه ده. د کرونا د دلتا ویروس څپه ډېره خطرناکه او وژونکې ده او په اکثره ناروغانو کې د وینې لخته کېدل رامنځ ته کوي. هر څوک باید له دغه ویروسي ناروغۍ څخه خپل ځان، کورنۍ او ټولنه وژغوري.
هغه ناروغۍ چې د D-Dimer معاینې تر سره کول په کې اړین ګڼل کیږي، په لاندې ډول دي:
- کووېد ـ۱۹ (کرونا) ناروغان
- Deep vein thrombosis )په عمیقه رګونو کې د وینې لخته کېدل(
- Pulmonary embolism (د سږو په رګونو کې د وینې لخته کېدل)
- سوځېدنه
- ځینې سرطاني ناروغۍ
- Coagulopathy (د وینې لخته کیدلوکې ستونزې)
- Disseminated intravascular coagulation (په منتشر ډول په رګونو کې د وینې لخته کېدل).