کیموټراپي ( سرطان  ضد درمل ) څه ته وایي ؟ سرطان پر وړاندې مبارزه ؛ مونږ کولای شو، زه کولای شم

کیموټراپي  ( سرطان  ضد درمل ) څه ته وایي ؟

د سرطان درملنې یو ډول دی چې د سرطاني حجراتو له منځه وړلو یا تخریبولو لپاره استعمالیږي.

د کیموټراپي اغیزې: کیموټراپي هغه سرطاني حجراتو چې په چټکۍ سره پراختیا او تقسیمیږي د ودرولو اوکمزوری کولو لپاره کارول کیږي، چې په سالمو یا روغو حجرو باندي هم ناوړه اغیزه لري.

 کیموټراپي د کومو اهدافو لپاره کارول کيږي ؟

کیموټراپي د لاندې اهدافو لپاره کارول کيږي:

  1. د سرطان درملنه :  کیموټراپي سرطاني حجرات له منځه وړي او د بیا ځلي پرمختګ مخنیوي یې کوي.
  2. د سرطان کنټرول: کیموټراپي د سرطاني حجراتو وده خپریدل او د سرطان پرمختګ کمزوری کوي او هغه سرطاني حجراتو چې د بدن نورو برخو ته یې پراختیا موندلې وي، د له منځه وړلو سبب کرځي.
  3. د سرطان علایمو کموالی: دا هغه سرطاني تومورونه کوچني کوي چې د درد او فشار سبب ګرځي.

کیموټراپي څه ډول کارول کيږي؟  ځینی وخت کیموټراپي په یوازې توگه د سرطان د درملني لپاره کارول کيږي، خو ډیر کله کیموټراپي د جراحي راډیوتراپي يا شعاع (وړانګو ) او یا هم بیولوژیکي درملنې په اوږدو کې تطبیق کيږي.

د کیموټراپي تطبیق:

کیموټراپي باید د یو متخصص ډاکتر تر څارني لاندې تطبیق شي. همدا رنګه تطبیق په هر ناروغ کې فرق کوي.

ناروغ باید د کیموټراپي( سرطان ضد درمل ) تطبیق په وخت کوم ټکي په پام کې ونیسي؟

آرامتیا: ناروغ کولای شي داسي یوځاي انتخاب کړي چې د خوشخالۍ احساس وکړي او دې ته ورته نور فعالیتونه چې د نوموړي د آرامتیا سبب ګرځي.

فزیکې فعالیت : د ډیرو خلکو احساس د ساده تمرین په واسطه ښه کیږي، لکه قدم وهل، بایسکل چلول او هم ځینې نور تمرینونه، چې توان یې ولري او یا کولاي شي خپل ډاکټر  سره د تمرین په اړه مشوره وکړي.

 له نورو سره خبرې: د خپل احساس په اړه یو چا سره خبرې وکړي چې تاسې پرې باور لرئ، داسې څوک انتخاب کړئ چې هغه پر تاسو ډیر پام کوی یا مو خبرو ته غوږ نیسي. تاسې کولاې شئ یو نیږدې ملګري، د کورنۍ غړي، نرس، د تولنیزو  چارو کارکوونکي وټاکئ. کیداې شي هغه څوک چې تاسې ته کیموټراپي درکوي هغه له تاسې سره ډیره مرسته وکړي.

د ملاتړ کوونکي ډلې سره یوځای شئ:

د سرطان ملاتړ کوونکې ډله د سرطان اخته ناروغانو سره مرسته کوي، دا ډله تاسې ته لارښوونه کوي چې خپل احساسات له نورو سره چې تاسې په څیر ستونزې لري شریک کړئ، له دې کیموټراپي او ناوړه ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي.

د درملنې ناوړه اغیزې (جانبي عوارض):

د سرطان درملنې پر وخت معمولاً ستاسې د وجود مقاومت ټیټیږي، چې په نتیجه کې ستړیا، زړه بدوالي، کانګې، د وینې کموالې د ويښتانو توېدل، د خولې زخمونه، دردونه او داسې نور په ناروغ کې لیدل کیږي.

  د ناوړه اغیزو د رامنځته کیدو پرمهال باید څه وشي؟

ناروغ  باید خپل متخصص ډاکټر سره خبرې وکړي او د خپل ځان او رامنځ ته شویو ستونځو په اړه هغه ته بشپړ معلومات ورکړي.

د دغه ټولو حالاتو په نظر کې نیولو سره ویلای شو چې سرطان داسې ناروغي ده چې نه یوازې زموږ په هیواد بلکې په ټوله نړۍ کې پیښې مخ په ډیریدو دي او پر وخت تشخیص یې کولاي شي، د درملنې سره پوره مرسته وکړي او ناروغ په بشپړه توګه ښه والي ترلاسه کړي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top