کرونا ویروس

ډاکتر سلام جان وردګ د عمومي داخله ناروغیو معالج ، د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسنول د  ۰۴/۰۳/۲۰۲۰ د چهارشنبې په ورځ د ماسپښین له یوې بجې تر دریو بجو پورې د نوي کرونا ویروس په باره کې ډېر ګټور معلومات وړاندې کړل، او ټول صحي پرسونل ته د توجه وړ، زړه راښکونکي او هغه څه چې د نوی کرونا ویروس د مخنیوي په باره کې ګټور تمامېږي او د روغتیا د ساتلو لپاره ضروري وي، پرسونل ته لارې چارې وروښودلې او هم یې په سلایدونو کې د نوي کرونا ویروس په باره کې زیات معلومات وړاندې کړل. ورسته له ترینیګ یې د کلینیک د واکسین، عاجل، خوارځواکۍ، لابراتوار، غاښونو، نسایي ولادي او التراسوند له څانګو څخه هم لیدنه وکړه، او په یادو څانګو کې د لاښه خدمت او پرمختګ لپاره خپل نظریات او سپارښتنې د کلینیک له پرسونل سره شریکې کړې.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top