ډاکتر احمد مجیب احمدي د مولوي احمدي زوی د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د مملو کلي اوسېدونکی دی. د ساینس تقوی عالي لېسې نه فارغ او په ۱۳۹۰ لمریز کال یې د کندهار پوهنتون معالجوي طب پوهنځي نه په کدر کې د MD سند ترلاسه کړی دی.
تخصصي زدهکړې او کاري تجربه:
- له فراغت وروسته يې په عمومي جراحي (General Surgery) کې د تخصص سند ترلاسه کړی.
- له هغه وروسته یې په پورته ذکر شوې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص او متخصصو ډاکترانو د روزنې ترینر او استاد په توګه دنده پیل کړې.
- په ۱۳۹۳ لمریز کال یې له IAM Management and Leadership Academy څخه post graduate diploma in management and leadership ترلاسه کړی.
- په ۱۳۹۶ لمریز کال یې له هندوستان هېواده BLK super-specialty hospital د Minimal Access, Laparoscopic and Bariatric surgery کې فوق تخصصي فلوشپ ترلاسه کړی.
- په ۱۳۹۷ لمریز کال یې له هندوستان هېواده BLK super-specialty hospital د Breast plastic and Reconstructive surgery کې فوق تخصصي فیلوشپ تر لاسه کړی.
- په ۱۳۹۸ لمریز کال یې د کابلFMIC څخه د ماشومانو او پاخه عمر کسانو د زړه او رګونو د ناروغیو په برخه کې یو کلن فوق تخصصي فلوشپ ترلاسه کړی.
- د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخه کې استاد پاتې شوی، له پاکستان هېواده یې د انګلیسي ژبې اړوند Advance diploma او د کمپیوټر په برخه کېAdvance Diploma in Information Technology ترلاسه کړي.
- د هندستان میډیکل کونسل ازموینه کې تر کامیابۍ وروسته د دغه کونسل لهخوا په هندوستان هېواد کې د medical practice اجازه لري.
د علمي آثارو او مقالو ژباړه، لیکنه او خپراوی:
(۱) د انعام دانش داخله ناروغیو تشخیص او درملنې (Enam Danish text book of medical diagnosis and management پښتو ژباړه.
(۲) عملي فارماکولوژي (practical pharmacology) لیکنه.
(۳) عمومي جراحي (General Surgery) یې په پښتو ژبه لیکلي او ګڼ شمېر علمي او څېړنیزې مقالې یې نشر شوي.
جایزې:
- د لېسانس، تخصص او فوق تخصص په دوران کې یې د ښه کار کولو او Fast learner جایزې ترلاسه کړي.