نسائي  ولادي د متخصصې؛ ډاکترې فرشته ظاهري پېژندنه

آغلې فرشته ظاهري د انجنیر عتیق الله لور د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د خالدارې په کلي کې په ۱۳۵۹ کال کې زیږېدلې ده. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د مهاجرت په دیار او په ۱۹۹۹م کال کې د ناهید شهید له لېسې څخه په عالي درجه فارغه شوې ده. وروسته یې د کابل پوهنتون په طب پوهنځۍ کې د طبي علومو په زده کړو پیل وکړ او په ۲۰۰۷م کال کې له نوموړې پوهنځۍ څخه دMD  په درجه فارغه شوې ده، په ۲۰۰۸م کال کې یې په D K GERMAN CLINIC کې د MD ډاکترې په حیث کار کړی، په ۲۰۰۹م کال کې په شاه امان الله خان غازي روغتون کې یې د MD ډاکترې په حیث  کار پیل کړ او په ۲۰۱۴م کال کې په نوموړي روغتون کې د نسائي ولادي متخصصې په حیث کار پیل کړ او تر ۲۰۲۰م کال پورې یې دوام ورکړ. په ۲۰۱۵م کال  کې د نوموړي روغتون لخوا د ترېنېنګ لپاره د هند هېواد په BLK روغتون ته د درې میاشتو لپاره معرفي شوه.

 په ۲۰۱۴م کال کې یې  Basic Ultrasound Training program تکمیل کړ او په ۲۰۲۰م کال کې یې د دیوان بیګي په کلینیک کې د نسایی ولادي د متخصصې ډاکترې په حیث په کار پیل کړ.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top