ډاکټر خپلواک ننګرهاری د ګوشتې ولسوالۍ د ننگرهار ولايت د افغانستان اوسېدونکی دی، چې اوسمهال په سویډن کې د ستاکوهلم په ښار کې په يوه كلينيك کې د عمومي داخلې د متخصص په صفت كار كوي.
د طب فاکولته په پاكستان کې لوستی ده. او بيا یي په مختلفو شفاخانو کې په پېښور کې له افغان مهاجرينو سره كار کړی دی.
په 1994 کال کې اروپا ته لاړو او خپلو زده کړو ته یی ادامه ورکړه، وروسته له درسونو بيا په سویډن کې د طب د ډاکټر په حيث د طبابت لیسانس تر لاسه کړ.
اوس په يو كلينيك کې كار كوم چې د افغانستان په سویه ورته (سي ایچ سي) ویلی شو، چې په دې کې تقریبا شپږ ډاکټران د سحر له اتو بجو د ماښام تر پنځو بجو كار كوو او د فالوآپ مريضان هم لری او عاجل مريضان هم ورته راځي. په عاجل مريضانو کې كه سطحي ناروغ وي خپله یې علاج كوی او بېرته یې كور ته لېږیاو كه سخت مريضان وي، بیا یې شفاخانې ته لېږی.