ډاکتر میرویس غیرت د محمد امیر زوی په ۱۹۷۶ ه.ش کال کې د وردګو ولایت بند چک ولسوالۍ آب کزار درې د مانجر خیلو په کلي کې زږېدلی دي. لمړنۍ زدکړې یې د خپل کلي د مسجد له امام نه ابتدائیه زدکړې یې د آب کزار په مکتب کې ترسره کړې په ۱۹۸۹ ه.ش کال کې د جګړو او شپږم ټولګي د نه شتون له کبله د زده کړو لپاره پاکستان هېواد ته لاړ. د خپل ورور په مرسته د پاکستان هېواد، کوټې ښار د شهید مولوي حبیب الرحمن په لېسه کې اووم ټولګی پیل کړ.
په ۱۹۹۳ ه.ش کال کې پېښور ته لاړ او دوولسم ټولګی یې په التقوا لېسه کې تکمیل او د کانکور له لارې د دعوت او جهاد پوهنتون طب پوهنځۍ ته بریالی شو. په نمدې کال کې یاد پوهنتون د یو لړ سیاسي ستونزو له امله د پاکستان د حکومت له لوري و تړل شو. نو په راتلونکي کال کې (۱۹۹۵) جلال آباد ته انتقال شو. د یو سمستر تر تکمیل ورسته یاد پوهنتون کابل ته انتقال شو چې د همدې کال د مېزان په میاشت کې کابل طالبانو کابل ونیو او پوهنتون بیا و تړل شو. په راتلونکي کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون په کابل پوهنتون کې ګډ شو او دویم سمستر یې په کابل پوهنتون کې پیل کړ.
په ۲۰۰۳ م کال کې د کابل پوهنتون له معالجوي پوهنځۍ نه فارغ شو. له فراغت نه یوه میاشت ورسته یعنې د ۲۰۰۴ م کال د فبروري په میاشت کې یې د بې پولې ډاکترانو یا MSF سره د پاکستان هېواد د کوټې ښار په مربوطاتو کې په مختلفو پوستونو لکه د ډاکتر، د خوار ځواکۍ او کال دانې د پرګرام د مسئول په توګه دنده پیل کړه. بالاخره یې دProject Focal Point یا د پروژې د مرکزي شخص په صفت د ۲۰۱۱م کال د جون تر مياشتې پورې خپلې دندې ته ادامه ورکړه. په ۲۰۱۱م کال کې د جون په میاشت کې د عامې روغتیا وزارت د امتحان له لار ې د جمهوریت روغتون په داخله څانګه کې د تخصص پرګرام ته داخل شو. او په ۲۰۱۴م کال د جون په مياشت کې یې له عامې روغتیا وزارت نه د تخصص سند ترلاسه کړ.وروسته یې د MSF یا بې پولې ډاکترانو سره د عاجل اتاق د ډاکترانو په صفت د احمد شاه بابا په روغتون کې په کار پیل وکړ. په ۲۰۱۵م کال د مې په میاشت کې د دشت برچي روغتون چې د بې پولې ډاکترانو لخوا تمیلیږي په دنده پیل و کړ.