ډاکتر سید معروف سیرت

ډاکتر سید معروف سیرت د سید حسن جان زوی د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د تنګي د درې د دوآب کلي اوسېدونکی دی. د سید آباد د عالي لېسې څخه فارغ شوی دی او د کانکور له لارې د کابل طبي پوهنتون د ستوماتولوژي څانګې ته بریالی او له ۴ کلنو زده کړو وروسته د غاښونو ام ډي ډاکتر په حیث د کابل ښار په یوه څنډه کې په خپله شخصي معاینانه خانه کې دنده پیل او تر اوسه دوام لري.

ډاکتر سید معروف سیرت د دیوان بیګي کلینیک د غاښونو څانګې ډاکترانو سره د ترېنېنګ په برخه کې په پراخه کچه باندې همکاري لري او د دیوان بیګي کلینیک د غاښونو څانګې ډاکترانو ته وخت پر وخت ترېنېنګونو ورکوي .

ښاغلي ډاکتر سید معروف سیرت د (رهمنای کلینیکی برای داکتران دندان) په نوم یو کتاب هم لیکلی او د افغانیک خیریه بنسټ په مالي لګښت چاپ شوی دی، چې د دې کتاب په لیکلو سره د ډېری ستوماتولوګانو (زده کوونکو) پوښتنې ځواب شوي دي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top