ډاکتر محمد يحيی وردک

 

محمد یحیی وردګ د زېړګل وردک زوی، په ۱۳۴۷لمریز کال زېږېدلی دی. لومړنۍ زده‌کړې یې په سپین کلي، منځنۍ زده‌کړې یې په حربي ښوونځي او لوړې زده‌کړې یې د معالجوي طب په برخه کې په (۱۹۸۵-۱۹۹۲ز) په چکوسلواکیا کې کړې دي.

په جرمني کې یې د ژبې له زده کولو وروسته په هادیلبرګ پوهنتون کې په پرمختیایي هېوادونو کې روغتیایي سیستم، عامې روغتیا او حاروي طب (Health System Public Health & Tropical Medicine)، او بیا یو کال یې د کلن ښار په میبیګ انسټیټوټ کې د روغتیایي ادارې (Health Management) په برخه کې نورې زده‌کړې کړې دي.

له ۲۰۰۰-۲۰۰۲ز د هامبورګ پوهنتون په حاروي طب انسټیټوټ کې رسمي مامور او وروسته په بن ښار کې د انوینت (اوسني جي آی زيټ) سره څلور کاله (۲۰۰۳-۲۰۰۶ز) د درېیمې نړۍ د ډاکترانو لپاره د طبي زده‌کړو او غیر حضوري (E-Learning) زده‌کړو په ایجادولو او عملي کولو کې کار کړی دی. له افغانانو او آلمانیانو سره یې د افغانیک (افغانستان معلوماتي مرکز) رسمي موسسې له لورې یو شمېر کارونه کړي دي.

له ۲۰۰۷-۲۰۱۰ز پورې د DED، GIZ، دویچې ویلې راډیو او یو شمېر نورو آلماني موسسو سره د افغانستان د پروګرامونو همکار او مشاور پاتې شوی دی.

په ۲۰۰۹ زکال ننګرهار ته تللی و او له ۲۰۱۰ز کال راپدې خوا تر (۲۰۲۱ز) پورې د لوړو زده‌کړو وزارت سلاکار دی. په دې موده کې یې د نورو کارونو تر څنګ ۳۴۲ درسي کتابونه (۲۴۶ طبي او ۹۶ کتابونه په فارمسي، ارواپوهنې، وترینري، کرهڼې، انجنیري، اقتصاد، ژورنالېزم، ښوونې او روزنې او ساینس) کې چاپ او په ټول افغانستان کې یې پوهنتونونو ته رسولي دي. په کابل کې یې د ديوان‌بیګي کلینیک جوړ کړی دی. له۲۷ کلونو راهيسې په هامبورګ کې د افغانستان اونۍ په نوم هر کال سمینار هم جوړوي. www.wardak.de, wardak@afghani.de

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top