ډاکتر محمد نسیم خوګیاڼی

ډاکتر محمد نسیم خوګیاڼی په ۱۹۶۴ زېږدیږ کال د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې زېږېدلی. لومړنۍ او ثانوي زده‌کړې یې د پلار د مصروفیت له امله د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې تر سره کړي:

لومړی ټولګی په غور ولایت کې، دویم ټولګی د کابل ولایت د کارته پروان په غازي متوسطه کې، درېیم ټولګی د نیمروز ولایت په زرنج په ښار کې، له څلورم نه تر نهم ټولګي پورې د غزني ولایت په سنایي لېسه کې، او له لسم ټولګي نه تر دوولسمه پورې د کابل په غازي لېسه کې زده‌کړې کړې دي.

په ۱۹۸۲زېږدیز کال له غازي لېسې نه فارغ او د همدې کال په سپټمبر کې آلمان ته مسافر شو. له ۱۹۸۲نه تر ۱۹۸۴زېږدیز کاله پورې یې د آلماني ژبې او طب د تحصیل لپاره په فرایبرګ ښار کې د آماده‌ګۍ دوره بشپړه کړه.

له ۱۹۸۴ نه تر ۱۹۹۰زېږدیز کاله پورې یې پهErnst-Moritz-Arndt  پوهنتون کې چې په Greifswald  ښار کې پروت دی، عمومي زده‌کړې پای ته ورسولې او د فراغت اسناد یې له دپلوم سره ترلاسه کړل. د څو میاشتو لپاره هلته پاتې شو او بیا بالآخره د همدې کال په پای کې خپل وطن ته په دې فکر راستون شو، چې ده ته په هېواد کې ضرورت دی.

نوموړی په ۱۹۹۲زېږدیز کال د خوګیاڼیو ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د آمر په حیث مقرر شو. دا مرکز د جهاد په وخت کې د افغان جرمن کمېټې لخوا رغول شوی و او کارونه یې دوی پر مخ بیول. په همدې کال د ARDA د موسسې لخوا د مرکز مالي او تخنیکي مرستې پیل شوې، چې تر ۱۹۹۵زېږدیز پورې یې دوام وکړ. په ۱۹۹۶زېږدیز کال بیا  ARE موسسې خپلو مرستو ته دوام ورکړ.

په ۱۹۹۷زېږدیز کال د Austrians Aid Afghans (AAA) موسسې په مستقیم ډول له کلینیک سره خپله مرسته پیل کړه، چې تر ۲۰۰۱زېږدیز کاله پورې یې دوام وموند او دغه روغتیايي مرکز ۲۰ بستریز روغتون ته ارتقا وکړه، چې په سیمه کې یې ساری نه درلود. په همدې کال، کله چې د نیویارک په تجارتي مرکز باندې برید وشو، د ژورنالېستانو یوه پلاوي له روغتونه لیدنه وکړه او له ښاغلي ډاکتر خوګیاڼي سره یې مرکه وکړه، چې بیا د اتریش هېواد د ملي تلویزیون لخوا خپره شوه او په نتیجه کې یې ۶۰۰۰۰ ډالر مرسته د روغتون لپاره راټوله شوه. د پیسو د ښه لګښت لپاره له HNI موسسې سره، چې د هالنډ یو بین المللي موسسه وه او په سیمه کې یې فعالیت درلود، یو قراداد لاسلیک شو.

په ۲۰۰۳ زېږدیز کال په رسمي سفر اتریش ته لاړ او هلته یې ۳ میاشتې تېرې کړې، چې د روغتون د مدیرت او سازمان په برخه کې یې ټرېننګ ترسره کړ او یو میلیون ډالر مالي مرسته هم راټوله شوه، چې په هغه باندې د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۴۵ بستریز DH روغتون ورغول شو. دا روغتون ‎د څلورو کلونو لپاره د HNI لخوا، چې اوسنی نوم یې HNTPO دی وچلول شو.

په ۲۰۰۸ زېږدیز کال یو ځل بیا اتریش هېواد ته لاړ او د ایټالیا، هالنډ، بلجیم، فرانسې، آلمان او سلواکیې  هېوادونو یې هم ولیدل او په ۲۰۰۷ زېږدیز کال یې له خپلې دندې نه استعفا وکړه. په همدې کال له HNTPO سره د خوګیاڼیو د روغتون او کلینیک د سوپروایزر په حیث مقرر شو. بیا له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ پورې په ختيځ زون کې له HNTPO سره د C-IMCI پروژې د مسوول په حیث وګمارل شو، چې وروسته یې بیا استعفا وکړه.

له دې وروسته یې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د مارچ تر میاشتې پورې د سعودي عربستان له مرستندویه ادارې سره د کابل د دفتر او روغتیا پروژو د رییس په توګه کار وکړ او په همدې کال يې د حج فريضه هم ادا کړه. له ۲۰۱۶ زېږدیز راپدېخوا په کابل کې د دیوان‌بیګي کلینیک د روغتیایي همغږي کوونکي (Health Coordinator)  او د داخله او کوچنيانو د ناروغيو د معالج  ډاکتر په توګه په دې هیله دنده ترسره کوي، چې دا کلینیک په واقعي توګه د خلکو ته د خدمت وړ وګرځي.

د دیوان‌بیګي کلینیک یو مجهز کلینیک دی، چې د عمومي داخلې، د ماشومانو داخلې، نسایي ولادي، د کورنۍ لارښود، التراسونډ، د غاښونو څانګې، اورتوپیدي، عقلي او عصبي، لابراتوار، نرسنګ، درملتون، د واکسین څانګې، خوارځواکۍ، ختنې (سنتي) ټېلي میډیسن او ټرېننګ په څانګو کې مجرب پرسونل لري او د درنو ناروغانو په خدمت کې دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top