ډاکتر محمد فريد بزګر د عبدالقيوم بزګر زوی، په ۱۳۳۹ﻫ ل کال د جوزا د مياشتې په ۱۳مه د کونړ ولايت، د نرنګ ولسوالۍ د چهارقلعه په نوم کلي کې زيږېدلی دی.
ډاکتر محمد فريد بزګر تر دولسم ټولګي پورې د کابل په حبيبيه لېسه کې درس لوستی. د کابل معالجوي طب څخه په ۱۳۶۵ ﻫ ل کال کې فارغ شوی دی. ډاکتر محمد فريد بزګر واده کړی دی، اوس په کابل کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
ډاکتر محمد فريد بزګر د مصر په قاهره کې د اېډز پروژې درې دورې لنډمهاله کورسونه د نړيوالې روغتيايي ادارې (WHO) په مالي مرسته تعقيب کړي دي. همدا راز يې په بنکاک- تايلنډ، هند، سريلانکا، مراکش، پاکستان او نورو مختلفو هېوادونو کې لنډ مهاله صحي، اداري او روزنيز کورسونه تعقيب کړي دي. په يونيسيف کې يې د سيمه اييز ترېنر (پاکستان/ افغانستان)، په WFP کې د ملي ترېنر او WHO کې يې د نړيوال سلاکار (ژينوا) کې دندې تر سره کړي دي.
نوموړي له دري/ فارسي او انګریزۍ څخه زیات کتابونه پښتو ته ژباړلي او لیکلي دي. د اېډز په څلور- پنځو نړيوالو کنفرانسونو کې يې ګډون کړی دی.
په ۱۹۹۲زیږدیز کې يې د ختيځ بيارغوونې موسسې (کور) بنسټ کېښود، چې د صحت، روزنې او ماشومانو په برخه کې یې خپرونې تر اوسه فعالیت کوي.
اوس د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) Khatiz Organization for Rehabilitation (KOR) د اجرايي رئيس دنده پرغاړه لري، د فريد بزګر بنسټ (Farid Bazger Fund) چارې هم پر مخ بيايي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولی شئ چې لاندې آدرس ته مراجعه وکړئ.
د اړیکو شمېرې:0700265826-0793592862
د ایمېل پته:kor_bager@hotmail.com