چاغوالی Obesity

چاغوالی څه شی دی؟

چاغوالی په بدن کې د اضافي شحمي نسج (سپینې غوښې/وازګې) شتون ته ویل کېږي، چې د چاغو کسانو روغتیا اغېزمنوي یا هم نظر قد ته د وزن زیاتوالي ته چاغوالی ویل کېږي (BMI>30).

څنګه کولای شو چاغوالی اندازه کړو؟

د چاغښت اندازې ته يو مقياس د بي ايم آی په نوم جوړ شوی، چې په مرسته يې موږ کولای شو د چاغښت اندازه معلومه کړو.

د دې لپاره چې تاسو وپوهېږئ چې:

 آیا تاسو مناسب وزن لرئ؟

آیا وزن مو کم دی؟

آیا وزن مو زیات دی؟

آیا تاسو چاغ یاست؟

 نو باید د وزن او قد تر منځ نسبت Body Mass Index معلوم کړئ.

څنګه کولای شو خپل BMI یا د وزن او قد تر منځ نسبت معلوم کړو؟

لومړی باید تاسو خپل قد په متر او وزن په کیلوګرام باندې معلوم کړئ، په دوهم قدم کې د خپل قد مربع تر لاسه کړئ (د مثال په توګه ستاسو قد ۱.۶ متره دی، نو دغه اندازه بیا په ۱.۶ کې ضرب کړئ او حاصل یې له ځان سره نوټ کړئ)، په درېیم قدم کې خپل وزن د قد په مربع باندې ووېشئ، هغه عدد چې تاسو ته په لاس راځي ستاسو د قد او وزن ترمنځ نسبت (BMI) دی، چې د وزن ارزونې لپاره تر ټولو مؤثره طریقه ګڼل کېږي. د دې لپاره چې تاسو وپوهېږئ ستاسو وزن مناسب  دی او که نه؟ له لاندې ترتیب شوي جدول څخه ګټه واخلئ.

مثال: د يو تن د قد لوړوالی ۱.۸ متره دی او وزن يې ۸۱ کيلو ګرامه دی، نو آيا دا سړی چاغ دی او که نه؟

۱.۸×۱.۸=۳.۲۴
۸۱÷۳.۲۴=۲۵

اوس چې موږ ته یې حاصل ۲۵ په لاس راغۍ، دا نو زموږ د بدن بي ايم آی دی، مانا دا چې زموږ د بدن چاغښت دومره دی.

یادونه: که چېرې د (BMI) په پیدا کولو کې ستونزې لرئ، د دیوان بیګي کلینیک روغتیایي کارکوونکي ستاسو په چوپړ کې دي او کولای شي، چې تاسو ته یې پیدا او تطبیق کړي.

د وزن او قد تر منځ نسبت (BMI)ستاسو وزن څنګه دی؟
د ۱۸ څخه کمتاسو کم وزن لرونکي یاست
۱۸.۵ څخه تر ۲۴.۹ پورېمناسب وزن لرۍ
۲۵ څخه تر ۳۴.۹ پورېستاسو وزن زیات دی، په چاغو خلکو کې نه راځئ
۳۰ څخه تر ۳۴.۹ پورېلومړۍ درجه چاغوالی لرۍ
۳۵ څخه تر ۳۹.۹ پورېدوهمه درجه چاغوالی لرۍ
۴۰ یا ورڅخه لوړدرېیمه درجه چاغوالی لرۍ (ډېر لوړ خطر ستاسو روغتیا ته متوجې دی)

د چاغوالي خطرونه څه دي؟

چاغوالی د عمر په لوړېدو سره زیاتېږي، چاغوالی یو ډېر خطرناک حالت دی، ځکه د خرابې روغتیا او لاندې زیاتو ناروغیو لامل ګرځي:

  1. د وینې لوړ فشار
  2. تنفسي ستونزې
  3. دماغي حمله یا ستروک
  4. شکر
  5. د تریخي ناروغۍ او ډبرې
  6. د بندونو او هډوکو ناروغۍ
  7. د پښتورګو ناروغۍ
  8. د حمل پر مهال ستونزې

په نړۍ کې تر ټولو زیاته پېژندل شوې خبره ده، چې ډېر وزن لرونکي کسان د شکر ناروغۍ، زړه ناروغۍ او په سرطان د اخته کېدو ډېر احتمال لري. ډاکتران دغه ډول ناروغانو ته د وزن کمولو او ورزش کولو سپارښتنه کوي.

ولې چاغېږو؟

زیاتره وخت خلک ځکه چاغېږي، چې دوی ډېر خوراک کوي، فعالیت نه لري او یا دواړه. په کمو پېښو کې ځینې ناروغۍ کېدای شي، د چاغېدلو خطر لوړ کړي. ځینې کسان کېدای شي په ارثې ډول چاغوالي ته مساعد وي، خو بیا هم چاغ خلک نسبت خپلې ورځنۍ اړتیا ته چې څومره یې مصرفوي زیات خوري.

د چاغوالي منفي اغېزې

دا لرې نه ده چې د چاغوالي له کبله د زړه، شکر او وینې ناروغۍ له کبله وګړي له مرګ سره مخ کړي، دغه ډول د بدن د غړو او جوړښت بد نظمي او د سرطان رامنځته کېدو هم ستر لامل دی.

د ځینو څېړنو له مخې کله چې چاغوالی له ۴۰ کلنۍ وړاندې رامنځته شي، په ښځو کې ۷۰ سلنه د رحم د سرطان، په نارینه وو کې د پښتورګو سرطان ۵۸ سلنه او د کولون (کولمو) سرطان ۲۹ سلنه ګواښ زیاتوي، همدا لامل دی، چې د سرطان مخنیوي لپاره پوهان د وزن زیاتېدو مخنیوي جدي سپارښتنه کوي.

د وزن د کمولو لپاره لومړنۍ او ګټورې لارښوونې

  • په یاد ولرئ هر هغه څه چې خورئ، کېدای شي ستاسو وزن زیات کړي.
  • ورزش کول د وزن د کمولو او وزن د زیاتېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو مهمه برخه ده.
  • د خوږو څښاکونو د څښلو څخه ډډه وکړئ.
  • نسبت په یوه ځل زیات خوراک کولو ته غوره ده، چې په ورځ کې لږ تر لږه دوه تر ۳ ځلې غذا وخورئ.
  • د کم انرژي تولیدونکو خوړو څخه لکه مېوو او سبزیجاتو څخه زیات کار واخلئ.

یادونه: غوره ده چې د غذایي رژیم او ورزش له لارې په میاشت کې ۱ نه تر ۲ کیلو ګرامه وزن کم کړئ، نسبت دې ته چې ځان د لوږې په واسطه شکنجه او شپږ یا اووه کیلو وزن په کم وخت کې کم کړئ.

یادونه: غوره ده چې د غذایي رژیم او ورزش له لارې په میاشت کې ۱ نه تر ۲ کیلو ګرامه وزن کم کړئ، نسبت دې ته چې ځان د لوږې په واسطه شکنجه او شپږ یا اووه کیلو وزن په کم وخت کې کم کړئ.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top