عقلي- عصبي او رواني مشوره
هغه کسان چې عقلي او عصبي ستونزې لکه د زړه تنګوالی ، خوب کې ستونزې، سستي او کسالت، له ژوند څخه خوند نه اخستل، ډېر ژر په غصه کېدل او ژر جنګ کول، ګوشه ګیر او ځانته والی، له ټولنې او خلکو څخه وېره لرل، شک او بد ګماني درلودل، غیبي اوازونه اورېدل، کورنی تاوتریخوالی، جنسي او داسې نور ستونزې ولري د یو متخصص ډاکتر لخوا تداوي کیږي. همدارنګه هغه کسان چې رواني ستونزې ولري د یوې مشاورې لخوا ورته د رواني ناروغیو او روحي ستونزو وړیا تداوي او مشورې ورکول کیږي.