نرسېنګ
د نرسنګ څانګه د یو تجربه لرونکي او مسلکي نرس او یو جراح ډاکتر په واسطه مختلف پروسیجرونه ترسره کیږي لکه د زخم پانسمان، د زرقیاتو تطبیق، سیروم تېرول، کنول لګول، بخار ورکول د ماسک په زریعه اکسیجن ورکول، د زړه برقي ګراف اخیستل، د وینې فشار چک کول، صغیره جراحي، فولي کتیتر اچول او ایستل، د سوځېدلو زخمونو پانسمان کول، کوک وهل او ایستل او داسې نور.