په نړی کې تر اوسه ۲۹۰ مېلیونه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ۵.۴ مېلیونه تنه مړه شوي دي. د دې له جملې په افغانستان کې د کرونا رسمي ثبت شوې پېښې ۱۵۸ زره تنو ته رسېږي، چې ۷۳۶۱ تنو ته یې مړینه اړولې ده، خو غیر رسمي او غیر ثبت شوي ارقام کېداي شي په مراتبو لوړ وي.
د کرونا نوی ډول (B.1.1.529) چې د اومېکرون په نوم یاديږي، د پخوانیو ډولونو په پرتله ډېر په تېزۍ سره خپرېږي. چې له هغې څخه د رامنځ ته کېدونکو پېښو د وخامت په هکله کره مالومات لا تر اوسه په لاس کې نشته.
د کووېد-۱۹ (کرونا) ټول ډولونه د دلتا په ګډون چې په نړی کې تر ټولو متبارز ډول دی، کېدای شي شدیده ناروغي رامنځته کړي او حتا د مړینې لامل شي.
نوټ: د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین کېدلو څخه مخکې د امېندوارۍ د آزموینې ترسره کول نه توصیه کوي، همدارنګه د واکسین کېدلو لپاره په حمل اخیستلو او یا هم ختمولو کې ځنډ نه توصیه کوي.
د کووېد- ۱۹ واکسین د ترلاسه کولو ګټې
- د کووېد- ۱۹ واکسینونه کوم تجروبوي اړخ نه لري، ټول اړین آزمایښتي پړاونه یې تېر کړي دي. د دغه آزمایښتونو د ترسره کېدلو وروسته دا جوته شوې، چې نوموړي واکسینونه محفوظ او مؤثر دي.
- دا تر اوسه نه ده ښکاره شوې، چې د د غه واکسینونو ترلاسه کولو څخه وروسته تر کومې مودې نوموړی معافیت پاتې کېږي.
ټول واکسینونه د کرونا د شدېدې ناروغۍ او مړینې څخه مخنیوی کوي ( هغو خلکو چې واکسین کړی، هغوی کم ناروغ کېږي او که ناروغ هم شي، د نا واکسین شوو کسانو په پرتله یې ناروغي ضعیفه وي او مړینه یې هم کمه ده).
واکسینونه عادي ژوند ته په بېرته راګرځېدلو کې مرسته کوي.
خلک باید څه وکړي؟
- ژر تر ژره ځان واکسین کړي.
- لږ تر لږه یو متر ټولنیز واټن مراعات کړي.
- ماسک کارول؛ په ځانګړي توګه په ګڼه ګوڼه او هغه ځایونو کې چې کافي د هوا تهویه نه لري.
- خوله او پزه د ټوخي او پرنجي پر وخت وپوښوئ.
- لاسونه څو څو ځلې ومینځئ.
- کله چې له نورو سره په کم تهویه لرونکو ځایونو کې کار کوئ، نو د کړکیو خلاصوالي او ټولنیزې فاصلې له مراعات کولو څخه ځان یقیني کړئ.
که چېرې مونږ ټول پورتنۍ لارښوونې ترسره کړو، نو ټول به وژغورل شو.