ځان او نور د کرونا ناروغۍ (کووېد – ۱۹) څخه وساتئ

د کرونا ویروس ناروغۍ یوه انتاني ناروغي ده، چې له یوه کس څخه بل کس ته د تنفسي قطراتو له لارې انتقالیږي.

په کرونا ناروغۍ باندې تر اوسه ۱۸۰ مېلیونه وګړي اخته شوي، د هغې له جملې شاوخوا ۱۶۶ مېلیونه وګړي روغ او نېږدې ۴ مېلیونه وګړي مړه شوي دي.

په افغانستان کې تر اوسه ۱۲۲۱۵۶ تنه اخته شوي، د هغې له جملې شاوخوا ۷۰ زره تنه روغ شوي او ۵۰۴۸ تنه مړه شوي دي.

که چېرې ستاسو په ټولنه کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو په حال کې ده؛ د لاندې لارښوونو په پام کې نیولو سره ځان، کورنۍ او ټولنه د دغې ناروغۍ څخه وساتئ.

څه باید وکړو چې ځان او نور په کرونا باندې د اخته کېدو څخه وساتو؟

  • کله چې تاسې یا نور خلک خبرې، ټوخی، پرنجی کوي باید ترمنځ مو یو متر یا له هغې څخه زیاته فاصله موجوده وي (څومره چې زیاته وي هغومره ښه وي).
  • کله چې د نورو خلکو ترمنځ یاست ماسک اغوستل خپل نورمال عادت وګرځوئ. د ماسک سم کارول، یوځلې استعمال د ماسک مؤثریت د لوړولو لپاره مهم ګامونه دي.

د ماسک اغوستلو لومړنۍ لارښوونې

  • د ماسک اغوستلو څخه مخکې، لرې کولو او ورسره تماس نیولو څخه وروسته خپل لاسونه پاک ومینځۍ.
  • ځان مطمین کړئ چې ماسک په سم ډول ستاسې پزه، خوله او زنه پوښوي.
  • کله چې تاسې ماسک لرې کړ، هغه په پاک پلاستیکي پاکټ کې وساتئ.
  • که چېرې تاسې لته یي ماسک کاروئ نو هغه باید هره ورځ

ومینځئ او که تاسې طبي ماسک کاروئ نو له یوځل کارولو وروسته یې وغورځوئ.

څنګه خپل چاپېریال د کرونا ناروغۍ څخه خوندي وساتو؟

  • بند چاپېریال او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته مه ورځئ.
  • د خلکو سره په خلاص چاپېریال لرونکو ځایونو کې لیدنه وکړئ.

که چېرې بند چاپېریال او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته په ورتګ کې ناچاره یاست نو لاندې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسئ:

  1. کړکۍ خلاصې وساتئ.
  2. ماسک وکاروئ.
  3. یو متر فاصله مراعات کړئ.

د ښې حفظ الصحې اساسات مه هیروئ

  • لاسونه مو په منظم ډول په اوبو او صابون سره یا هم الکول لرونکې مایع باندې ومینځئ.
  • کله چې ټوخی او پرنجی کوئ خوله او پزه مو د څنګلې او یا ټوټې په واسطه وپوښوئ.
  • هغه سطحې چې زیات تماس ورسره نیول کیږي، باید په مکرر ډول ضد عفونې او پاک شي.

که چېرې ځان ښه نه احساسوئ څه باید وکړئ

د کووېد – ۱۹ ناروغۍ تر ټولو عام اعراض او علایم عبارت دي له تبې، وچ ټوخی او خسته ګي له احساس څخه نور اعراض یې چې کم شمېر اشخاصو کې ښکاره کیږي عبارت دي له ذایقې او بویولو حس له لاسه

ورکول، سردرد، ستوني درد، د سترګو سوروالی، اسهال او جلدي دانې.

که چېرې ټوخی، سردرد، او خفیفه تبه لرئ په کور کې پاتې شئ او ځان

تر هغې چې بېرته روغېږئ قرنطین کړئ. که چېرې غواړئ بیرون ته ووځئ نو یو طبي ماسک حتما وکاروئ.

که چېرې تاسو ته تبه، ټوخی او په تنفس کې ستونزه پیداکیږي ژر تر ژره یو روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ.

د کرونا ناروغۍ په اړه د تازه خپرو شوو لارښوونو څخه ځان باخبره وساتئ.

په کور کې د شکمن یا تایید شوي کووېد – ۱۹ ناروغ لپاره لارښوونې

  • باید ځان مو قرنطین کړئ په دې معنا چې تاسې باید بېرون ته ولاړ نشئ؛ او له نورو اشخاصو څخه ځان لرې وساتئ حتا د خپلې کورنۍ له غړو څخه (څومره چې امکان ولري).
  • کار، ښوونځي، خریدارۍ او نورو ځایونو ته مه ځئ.
  • که چېرې کوم څه ته اړتیا پیداکوئ نو د کورنۍ کوم غړي یا ملګري ته ووایاست ترڅو ستاسې اړتیا پوره کړي.
  • د خپل کور څخه بېرون مه ځئ مګر چې ضروري لیدنه ولرئ.
  • د لیدنې د وخت څخه مخکې خپل ډاکتر سره په اړیکه کې شئ؛ دا ورته ذکر کړئ، چې تاسو په کرونا ناروغۍ اخته یاست یا کېدای شي، کرونا ناروغي ولرئ.
  • مخکې له دې چې روغتیایي مرکز ته د ننه شئ یو ماسک واغوندئ.
  • که چېرې ناچاره یاست چې باید بېرون ته ولاړ شئ نو کوښښ وکړئ، د انفرادي نقلیه وسایطو (ټکسي…) څخه ګټه واخلئ.

که چېرې لاندې نښانې تاسو ته پیداکیږي، نو یو روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ

  • په تنفس کولو کې ستونزې.
  • په سینه کې درد او دوامداره فشار احساس کول.
  • ګنګسیت او په ولاړېدو کې ستونزې.
  • د شونډو او مخ د رنګ شنه کېدل.
  • د ټوخي او تنفسي اعراضو وخیم کېدل.
  • بیا ځلې د تبې پیداکېدل (وروسته له هغې چې ستاسو تبه د څو ورځو لپاره ورکه شوې وه).

ځان مو د کورنۍ له نورو غړو څخه جلا وساتئ

  • تاسې باید په یوه جلا اطاق کې د کورنۍ له نورو غړو څخه لرې ځان قرنطین کړئ. دغه اطاق باید د هوا ښه تهویه ولري او کړکۍ یې خلاصې وي، ترڅو تازه هوا داخله شي.
  • جلا حمام او بیت الخلا وکاروئ.
  • په جلا اتاق کې ډوډۍ وخورئ.
  • که تاسې ناچاره یاست چې باید له بل چا سره په یوه خونه کې واوسئ نو باید لږ تر لږه ترمنځ مو یو متر واټن مراعات کړئ، ماسک واغوندئ او له نور فزیکي تماس څخه ځان وساتئ.

د دغه ناروغانو د جامو مینځلو لپاره اړینې لارښوونې

  • د جامو مینځلو له عادي صابون او ضد عفوني مایع څخه ګټه واخلئ.
  • د دغه ناروغ جامې د نورو روغو کسان له جامو سره یوځای مینځلای شئ.
  • روغ کس چې د ناروغ جامې مینځي نو باید د جامو مینځلو پر وخت دستکش او ماسک وکاروي.
  •  

هغه ټکي چې ستاسو په رغېدلو کې مرسته کوي

په کور کې پاتې کېدل او بېرته روغېدل کېدای شي ستونزمن وي لاندې څو ټکي ذکر کیږي، چې مرسته کوونکي دي.

  • استراحت وکړئ او پوره مایعات واخلئ.
  • که چېرې کولای شئ نو فعال واوسئ؛ دا لازمه نه ده چې په بستر کې پاتې شئ؛ په خپله خونه کې قدم ووهئ او ځینې سپک تمرینونه ترسره کړئ خو پام مو وي چې له حده زیات تمرین ونه کړئ.
  • له خپلو ملګرو او دوستانو سره د تلیفون، برېښنالیک او یا وېدیويي تماس له لارې په اړیکه کې واوسئ.
  • هغه څه ترسره کړئ چې تاسو ته د راحتۍ احساس دربښي لکه مطالعه کول .
  • ښه مغذي خواړه وخورئ. ښه غذا په چټک روغېدلو کې مرسته کوي؛ ځان مطمین کړئ چې ستاسو خواړه کافي مقدر پروټین لري لکه جوش

شوې هګۍ، د چرګ سوپ او داسې نور…

  • په دوامداره توګه د خپلې وینې د اکسیجن سلنه چک کړئ.
  • ځان ته مو ددې یادونه وکړئ چې دا هرڅه موقتي دي.

څه وخت په کور پاتې کېدو ته د پای ټکی کېږدو؟

په کور کې د قرنطین ختمولو لپاره دوه ډوله لارښوونې شتون لري.

  1. د وخت په اساس: زیاتره ناروغان د وخت په اساس لارښوونې کاروي دغه لارښوونې لاندې ذکر کیږي، چې د ټولو لارښوونو په پام کې نیولو سره کولای شئ قرنطین ته خاتمه ورکړئ.
  • ستاسو د اعراضو د پیل څخه تر ۱۴ ورځو پورې .
  • ستاسو تبه لږ تر لږه د دریو ورځو لپاره د تبې درملو د استعمال څخه بغیر ورکه شوې ده.
  • ستاسو په اعراضو کې ښه والی راغلی(خو کېدای شي په بشپړ ډول له منځه تللي نه وي).
  1. د لابراتواري معاینې په اساس:کېدای شي چې ستاسو ډاکتر تاسو ته د لابراتواري آزموینې د ترسره کولو توصیه وکړي. د دغې لارښوونې په اساس په لاندې حالاتو کې تاسو د قرنطین موده ختمولای شئ.
  • د کووېد – ۱۹ د دوه آزموینو وروسته داسې چې سمپل یې د ۲۴ ساعتونو په واټن کې اخیستل شوې وي.
  • ستاسو تنفسي اعراض لکه ټوخی او نفس تنګي ښه شوي دي.
  • ستاسو تبه د تبې ضد درملو د کارولو څخه پرته ښه والی کړی دی.

د کووېد – ۱۹ وروسته د ستړتیا احساس

د ویروسي ناروغۍ وروسته د ستړتیا د احساس درلودل ډېر عام دي لکه د کرونا ویروس په ناروغۍ د اخته کېدلو څخه وروسته؛ خو په نورمال ډول دغه ستړتیا په دریو اونیو کې له منځه ځي.

مونږ ټول د ستړتیا له احساس سره چې وروسته له شدید کارکولو او تمرین څخه پیداکیږي آشنایي لرو. بېلا بېل لاملونه شتون لري، دا چې ولې د کوېد – ۱۹ انتان څخه وروسته ناروغ د ستړتیا احساس کوي په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو:

  • په دوامداره ډول د ویروس په وړاندې عکس العمل شتون لري سره له دې چې انتاني حادثه غلې شوې ده.
  • د شدېدې ناروغۍ د تاءثیراتو له کبله.

 څه شی د دې لامل کیږي، چې د کرونا ناروغۍ څخه وروسته د ستړتیا احساس دوامداره شي؟

په مختلفو کسانو کې ځانګړي عوامل د ستړتیا د احساس د اوږدېدلو لامل کیږي، لکه کم فزیکي فعالیت درلودل، کم خوب کول، زیات کاري مسوولیتونو ته اوږه ورکول، تشویش او روحي فشارونه درلودل.

څه کولای شو چې دغه د ستړتیا احساس له منځه یوسو؟

  • دا ومنئ چې دغه احساس واقعي دی او په خپل ځان زړه سوانده واوسئ.
  • د شپې لخوا په کافي اندازه خوب وکړئ، ځکه کم خوب کول دغه د ستړتیا احساس ته شدت ورکوي.
  • هغه کارونه ترسره کړئ چې تاسو ته د راحتۍ احساس درکوي لکه مطالعه کول او اوږد مهاله حمام کول.
  • ښه تغذیه وکړئ.

څه وخت باید ډاکتر ته مراجعه وکړئ؟

په لاندې حالاتو کې د خپل ډاکتر سره په اړیکه کې شئ، که چېرې ستاسو د ستړتیا احساس د ښه کېدلو په عوض بد والی غوره کوي.

  • وروسته د څلورو اونیو له تېرېدلو څخه ستاسو د ستړتیا په احساس کې کوم تغیر را نه شي.
  • که چېرې تاسو تشویش کوئ او نوي اعراض تاسو ته پیدا شوی وي.

اخځلیکونه:

  1. روغتیا نړیوال سازمان who.int
  2. متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول مرکز cds.gov
  3. د انګلستان د عامې روغتیا خدماتو مرکز nhs.uk

Scroll to Top