ماشوم ته شیدې ورکول
د مور د شیدو په وسیله لومړۍ تغذیه
د ماشوم سره د کومک په خاطر باید د مور د شیدو په وسیله مناسبه تغذیه هر څومره چې ژر ممکن وي، د ولادت څخه وروسته شروع شي، د پوستکي په پوستکي د تماس د برقرارولو لپاره ماشوم خپلې مور ته ورکړئ، پرېږدئ چې ماشوم تغذیه شي، د تغذیې په وخت کې د ماشوم وضعیت او تماس وګورئ، ماشوم ته په خپل خواهش سره د دواړو تیونو (ثدیو) څخه شیدې ورکړئ، مور او ماشوم وروسته له ولادت څخه د زیات وخت لپاره څومره چې امکان لري، یو ځای پرېښودل کېږي، هغه کارونه لکه وزن کول، د ماشوم وینځل، د مور د شیدو په وسیله تر لومړۍ تغذیې پورې وځنډوئ.
ماشوم ته شیدې ورکول د مور او ماشوم لپاره بې شمېره ګټې لري او دا چې پر میندو يې تأثیر څه دی؟ په دې مطلب کې یې ولولئ.
د مینې او محبت احساس پیدا کېدل: ماشوم ته د شیدو ورکولو له کبله د مور په بدن کې د اوکسي توسین (Oxytocin) ماده تولیدیږي، چې له کبله یې په میندو کې د آرامۍ، مینې او مهربانۍ احساس پیدا کېږي.
د خوښۍ احساس پيدا کېدل: د شیدو ورکولو د مثبتو تاثیراتو څخه یو هم د میندو په مغز کې د دوپامین (عصبي تنظیموونکې ماده ده) تولید دی، چې د خوښۍ د احساس سبب کېږي.
د مورکېدو د حس پیاوړتیا: ماشوم ته په شیدو ورکولو سره د مور او ماشوم تر منځ اړیکه پیاوړې کېږي او مور د مسؤولیت احساس کوي، چې څنکه وکولای شي خپل ماشوم په ښه توګه وروزي.
په هرو درېیو یا څلورو ساعتونو کې ماشوم ته شیدې ورکړل شي او په (۲۴) ساعتونو کې د ۸ – ۱۰ ځلې شیدې ورکړل شي. په لومړنیو ورځو کې د هر ځل شیدو ورکولو څخه وروسته ممکن ماشوم یو ځل ډکې بولې وکړي.
د میندو پر جسم د شیدو ورکولو تاثیرات:
- د حاملګۍ په دوران کې اضافه اخیستل شوي وزن کمېدل
- د رحم د خونریزۍ کمښت
- د سینې د سرطان مخنیوی
- د تخمدان د سرطان مخنیوی
- د هډوکو په سلامتیا کې ښه والی
نوټ: د مور شیدې د ماشوم لپاره هم بې شمېره کټې لري. دغه شیدې ماشوم لپاره مکمله غذا ده، ماشوم له مېکروبونو نه ساتي، مناسبه حرارت درجه لري او داسې نورې ډېرې ګټې…
عمومي احتیاطي تدابير او نورمالې موندنې
تشې او ډکې میتیازې
ـ وروسته د زېږېدنې له دوهمې ورځې څخه ماشوم ممکن د ورځې شپږ ځلې او یا له دې هم زیاتې میتیازې (بولې) وکړي. نوی زېږیدلی ماشوم امکان لري، چې د ورځې په جریان کې ۶ – ۸ ځلې اوبه لرونکې ډکې میتیازې وکړي.
ماشومه ممکن د لومړۍ اونۍ په جریان کې مهبلي خونریزي پیداکړي، چې تر څو ورځو پورې به دوام وکړي، چې دا کومه د خطر علامه نه ده.
د ماشوم پوستکی
ماشوم ممکن جلدي نېنکۍ یا دانې ولري.
- که چېرې د جلدي نېنکیو شمېر له لسو څخه زیات وي، نو دا به د خطر نښه وي.
- که چېرې د جلدي نېنکیو شمېر له لسو څخه کم وي، نو دا به د پوستکي موضعي (په همدې برخه پورې تړلي) انتانات وي. په دغه دواړو حالتونو کې متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
د نوي زېږېدلي ماشوم له نوم/ناف څخه ساتنه:
نورمال نوم/ناف:
- په لومړۍ ورځ د هغه رنګ سپین، آبي او شین ته مایل وي.
- وروسته په نورمال ډول وچېږي او اندازه یې کوچنۍ کېږي.
- د ۷ – ۱۰ ورځو وروسته نوم/ناف لوېږي.
- د ثروي حبل (نوم/ناف) څخه افرازات موجود نه وي.
د نوم/ناف انتانات:
- نوم چې سور رنګ ولري.
- یا د نوم شاوخوا ته د پوستکي سوروالی له یو سانتي متر څخه کم وي.
د نوم/ناف ممکنه جلدي انتانات:
- کله چې له نوم څخه زوې (قیح) خارجیږي.
- یا د نوم شاوخوا ته د پوستکي سوروالی او پړسوب، چې له یو سانتي متر څخه زیات وي.
که یو ماشوم په دغو ټولو حالاتو کې یو هم ولري، نو متخصص ډاکتر ته یې یوسئ.
د ماشوم نوم باید وچ وساتل شي، د پختې، نرمو ټوټو او دسمالونو له اېښودلو څخه په کلکه مخنیوی وشي.
ماشوم ګرم (تود) ساتل
ماشوم ته باید خولۍ په سر شي او ګرمې جامې ور واغوستل شي، ترڅو د ماشوم بدن ګرم او حرارت یې ثابت پاتې شي او له ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.
نوی زېږیدلی ماشوم باید ژر تر ژره په پاکو او ګرمو ټوټو سره وچ شي او په ګرمو دسمالونو یا ټوټو کې ونغاړل شي.
که ماشوم مو ژاړي ممکن یو یا څو د لاندې ستونزو څخه ولري
۱- د ماشوم مثانه چې د بولو څخه ډکه وي، درد ورته کوي او ژاړي.
۲- کله چې ماشوم بولې وکړي، لوند شي، په دغه صورت کې ژاړي.
۳- کله چې ماشوم وږی وي، په دغه صورت کې ژاړي.
۴- کله چې د ماشوم بدن ډېر ګرم شي، نو ماشوم نارآمه کېږي او ژاړي.
۵- کله چې ماشوم د خېټې درد ولري، نو ژاړي.
۶- که ماشوم ناروغ وي، نو ماشوم نارآمه او ژاړي.
د پورته ذکر شویو ستونزو ځینې د حل لارې:
- که چېرې ماشوم وږی وي، نو هغه ته د مور شیدې ورکړي.
- که ماشوم لوند وي، د مور دنده ده، چې هغه وچ کړي.
- که ماشوم ډېر ګرم وي (د ګرمۍ احساس کوي)، نو باید اضافه جامې ېې ورڅخه کمې کړئ.
- که چېرې د ماشوم یخ کېږي، نو باید ګرمې جامې ور واغوندئ.
که له دې سربېره بیا هم ماشوم نارآمه او ژاړي، نو په دې صورت کې د ماشومانو متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
د ماشوم لپاره د خطر علامې (نښې)
ـ د زېږېدو په وخت کې یې وزن له ۱۵۰۰ نه تر ۲۵۰۰ ګرامه وي.
ـ وروسته د زېږېدنې څخه تر ۶ ساعتونو پورې د تي نه رودل یعنې په دې قادر نه وي، چې تی وروي ( تی ونیسي).
ـ کوچنی ماشوم ښه تغذیه کوي، خو په مناسب ډول وزن نه اخلي.
ـ چټک تنفس په یوه دقیقه کې له ۶۰ ځلو څخه زیات.
ـ زګیروي کوي.
ـ تبه یې ( له اته دېرش درجو سانتي ګرید څخه لوړه وي).
ـ سترګې یې پړسېدلې وي او چخوړې (سپین مواد) ورڅخه راځي.
ـ له نوم/نافڅخه د قیح یا زوو جاري کېدل.
ـ کله چې د نوي زېږېدلي ماشوم مخ ژېړ وي.
ـ دانې چې شمېر ېې له لسو څخه کم وي.
ـ کله چې مور پوهیږي، (HIV) اېډز یې مثبت دی.
نوټ: په ماشومانو کې د پورتنیو یو یا څو نښو پر را څرګندېدلو سره د دیوان بیګي کلینیک د ماشومانو متخصص ډاکتر محمد داود جلالي ته، چې په اونۍ کې د شنبې نه تر پنجشنبې د سهار د ۸ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجو پورې کار کوي، مراجعه وکړئ یا بل روغتیایي مرکز ته ژر تر ژره ولاړ شئ.