په دیوان بیګی کلینیک کې د کرونا واکسین د تطبیق راپور

د عامې روغتیا او د واکسین پراخ پروګرام (EPI ) له ادارې سره د هوکړې پر اساس  د  کرونا واکسین د تطبیق لړی په دیوان بیګي کلینیک کې د شنبې نه تر پنجشنبې پورې د سهار له له 8 بجو څخه د مازدیګر تر 3 بجو پورې له 25-8-2022 میلادی کال نه پیل شوه.

دغه لړی د WHO له طرفه د EPI   په مرسته په ټول افغانستان کې ترسره کېږي او دلته په دیوان بیګي کلینیک کې د یو مسلکي واکسیناتور ښاغلي رحمت الله فضلي په واسطه پر مخ بیول کیږي. نوموړي واکسیناتور ته د (EPI) ادارې لخوا د کرونا دوه ډوله واکسینونه په اختیار کې ورکړل شوي دي. نوموړي واکسینونه په وړیال ډول خلکو ورکول کېږي.

دغه دوه ډوله واکسینونه په لاندې ډول دي:

  1. Janssen (جانسن)

جانسن واکسین چې د کرونا ناروغۍ ضد امریکایي واکسین دي، یو ویال (بوتل) یې پنځه دوزه لري او هر دوز یې د یوه کس لپاره 0.5ml تطبیق کېږي. د جانسن واکسین معافیتي موده یې یو کال ده، دغه کس کولای شي د جانس کومکي واکسین یو کال ورسته بیا ځان ته تطبیق کړي.

  • Sino pharm (سینوفارم)

سینو فارم واکسین چې د کرونا ناروغۍ ضد چینایې واکسین دی، یو ویال (بوتل) یې دوه دوزه لري او هر دوز یې د یوه شخص لپاره 0.5ml تطبیق کېږي. د سینوفارم واکسین معافیتي موده یې شپږمیاشتې ده، چې بیا نوموړی شخص کولای شي د سینوفارم کومکي دوز ځان ته بیا تطبیق کړي. د یادونې وړ ده، چې سینوفارم واکسین دوه ځله چې لومړی دوز یې په لومړی لیدنه او دوهم دوز یې یوه میاشت وروسته له لومړي دوز څخه  په دیوان بیګي کلینیک کې تطبیق کېږي.

د کرونا واکسین چا ته تطبیق کېږي؟

د کرونا  (کووېد ۱۹) واکسین د 18 کلنۍ څخه پورته عمر لرونکي نارینه او ښځينه وو ته د تطبیق وړ دي.

خو کومې مېرمنې چې امېندوارې وي  او هغه کسان چې د دوا په مقابل کې شدید حساسیت ولري، د دغه ډول کسانو لپاره د کرونا واکسین تطبیق نه توصیه کیږي.

هره ورځ په متوسط ډول ۸ کسان د کرونا د واکسین د تطبیق په موخه دیوانبیګي کلینیک ته مراجعه کوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top