ګرانو هېوادوالو!
د عامې روغتیا وزارت او د واکسین پراخ پروګرام (EPI) له ادارې سره د هوکړې پر اساس دوه (ښځینه – نارینه) مسلکي واکسیناتورانو د کرونا واکسین د تطبیق په موخه په دیوانبیګي کلینیک کې په کار پیل کړی دی. تاسو کولای شئ، د کرونا ویروس واکسین د تطبیق لپاره دیوانبیګي کلینیک ته مراجعه وکړئ او په وړیا ډول د کرونا ویروس واکسین ترلاسه کړئ.
د دې خبرې یادونه ضروري ده، چې د کرونا واکسینونه کوم تجربوي اړخ نه لري او ټول اړین آزمویښتي پړاوونه یې تېر کړي دي. د دغو آزمویښتونو له سرته رسولو وروسته دا جوته شوې ده، چې نوموړي واکسینونه محفوظ او موثر دي.
یاددښت: امېندوارو مېرمنو او له ۱۸ کلنۍ ټیټ عمر لرونکو کسانو ته د کرونا واکسین نه ورکول کېږي.
د کار وخت: له شنبې تر پنجشنبې د سهار له ۸ بجو نه د ماسپښین تر ۲ بجو پورې.