په دیوان بیګي کلینیک کې د اورتوپیدي ناروغانو درملنه

موضوع: د اورتوپیدي ناروغانو کتنه

ڼېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۳ ز کال

وخت: د سهار له۳۰:۹ بجو څخه د غرمې تر ۳۰:۱ پورې

د ۲۰۲۳ ز کال د جنوري میاشتې ۱۲ مه نېټه له آلمان څخه راغلي د اورتوپیدي متخصص ښاغلي ډاکتر زلال احمد زلال دیوان بیګي کلینیک ته د ناروغانو د کتلو په موخه تشریف راوړی وو.

یاده دې وي چې ډاکتر زلال احمد زلال د غزني ولایت اوسېدونکی دی، لېسه یې تر دولسم ټولګي پورې په غزني کې لوستې؛ وروسته د کندهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغ شوی او د وزیر محمد اکبر خان روغتون په اورتوپیدي څانګه کې یې تخصص بشپړ کړی دی. نوموړی اوس مهال د آلمان په یو روغتون کې د اورتوپیدي متخصص ډاکتر په حیث دنده ترسره کوي.

د اورتوپیدي متخصص ښاغلی ډاکتر زلال احمد زلال په افغانستان کې هم د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو تجربه لري. نوموړي د دیوان بیګي کلینیک څخه د خپلې لیدنې پر مهال د اورتوپیدي ۱۱ تنه ناروعان چې  مخکې له مخکې د معلوماتو د څانګې لخوا یې نوم لیکنه شوې وه او د هغوی له جملې  ۹ تنه نارینه   او ۲ تنه یې ښځینه وو، تر صحي معاینې لاندې و نیول.

راغلیو ناروغانو د ملا او پښو دردونه درلودل، چې له کتنې څخه وروسته لازمې سپارښتنې ورته وشوې او مناسب درمل ورته توصیه شول.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top