په درملتون کې په ارزانه بیه د درمل پلورلو خبرتیا!

په درملتون کې په ارزانه بیه د درمل پلورلو خبرتیا!

د کلینیک ادارې پرېکړه وکړه، چې د خپلو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره د درملو په پلورلو کې یوازې ۱۰٪ سلنه ګټه واخلي، چې له هېوادوالو سره مو د درملو په پېرودلو کې مرسته کړې وي.

زموږ د درملتون څانګه د سهار له ۸ بجو نه د ماښام تر ۷ بجو پورې د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې ده.

د درملتون په څانګه کې له کلینیک نه بهر د نورو ډاکترانو د نسخو پر اساس د درملو پر ورکولو سربېره، نور روغتیایي توکي لکه د فشار آله، د وینې د شکر اندازه کولو ماشین، ترمامیتر، د سږو د تنفس لپاره د تمرین آله، د ماشومانو پوډر، هره اندازه پمپرونه، د لاسونو او پښو کریم، د غاښونو بُرس،کریم او تار، د خېټې بند (شکم بند)، جُرابې (د هغو کسانو لپاره، چې د پښو رګونه یې راوتلي وي)، هم موجود دي، چې په ارزانه بیه ورکول کېږي.

ګرانو هېوادوالو!

 زموږ د درملتون له څانګې نه په غوره کیفیت او مناسب قېمت درمل تر لاسه کړئ!

د دیوان‌بیګي کلینیک درملتون د جرمني، ترکيې، انګلستان، هندوستان، عربستان، پاکستان او نورو هېوادونو د لوړو او اعتباري کمپنیو لکه (Getz, Sami, Shaigan, Searle  Abbott, Zenteva, Sandoze, Micter, Hilton, Chiesi pharma, Neo pharma, AGP, Vitabiotics, Pfizer, MartinDow,Zafa,) کوم چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره ثبت او راجستر دي، درمل اخلي او یوازې لس سلنه بیه ور زیاتوي.

د یادونې وړ ده، چې د دیوان‌بیګي کلینیک د هر ناروغ د نسخې یوه کاپي د همدغه کلینیک په درملتون کې پاتې کېږي، نو د ستونزې او پوښتنې د پیدا کېدو په صورت کې کولای شئ، چې د دیوان‌بیګي کلینیک د درملتون څانګې مسوول ته ټیلیفون وکړئ او یا د درملتون څانګې ته مراجعه وکړئ.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top