په بېړنیو حالاتو کې د نس‌ناستي وقایه او مخینوی

نس‌ناستی څه شی دی؟

په شپه او ورځ کې درې یا له درېیو څخه په ډېرو ځلونو د اوبلنو غایطه موادو دفع کولو ته نس‌ناستی ویل کېږي. نس‌ناستی ډېره خطرناکه ناروغي ده او تر پینځو کالو د کم عمر لرونکو ماشومانو د مړینې یو مهم لامل دی. نس‌ناستی د بدن د مایعاتو د ضایع کېډو له کبله د مړینې لامل کېږي. همدارنګه نس‌ناستی د خوارځواکیو د ګڼو ډولونو مهم لامل دی. د نړیوالو روغتیايي موسسو لخوا د نشر شویو وروستیو شمېرو له مخې ۱.۱ میلیون تر پینځو کالو د کم عمر لرونکي ماشومان چې په ورځ کې نږدې ۳،۰۰۰ ماشومان تخمین شوي دي د نس‌ناستي له کبله مري. په خواشینۍ سره چې ۱۳۳ تنه پکې زموږ د هېواد ماشومان دي.

جنګونه، مهاجرتونه، مختلفې طبیعې پېښې، لکه زلزله، سېلاب، وچکالي او داسې نور د دې لامل ګرځي، چې کمپونه (د خلکو تجمع) رامنځته شي. په دې حالاتو کې پاکو اوبو، پاکو خوړو او تشناب ته د خلکو لاسرسی کمېږي، فردي او چاپېریالي حفظ الصحه پکې خرابېږي او د نس‌ناستي د ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو تر څنګ یې له یوه شخص څخه بل شخص ته د انتقال لپاره زمینه هم برابرېږي. نو ځکه ټولنه اړتیا لري، چې په بېړنیو حالاتو او د ناروغۍ د شیوع پر وخت د دې ناروغیو د کنترول او مخنیوي لپاره لازم پوهاوی ولري او د کنترلو او وقایې لپاره یې بېړني ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د مړینې د سروې (AMS ۲۰۱۰) پر بنست په هرو لسو (۱۰) ماشومان کې یو ماشوم پینځه کلنۍ ته تر رسېدو دمخه او په هرو ۸ ماشومانو کې یو ماشوم یو (۱) کلنۍ ته تر رسېدو دمخه مړ کېږي. د نس‌ناستي ناروغۍ او د تنفسي سیسم حاد انتانات تر پینځو (۵) کالو د کم عمر لرونکوو ماشومانو د مړینې مهم لاملونه دي. په خواشینۍ سره چې افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د نس‌ناستي په ناروغۍ د اخته کېدو او له کبله یې د مړه کېدو پېښې پکې ډېرې دي. د روغتیايي معلوماتو د سیستم د ادارې (HMIS) د راپور له مخې (۲،۴۲۲،۱۲۸) د نس‌ناستي پېښې تر پینځو (۵) کالو عمر لرونکو ماشومانو کې لیدل شوې دي، چې دا شمېره خواشینونکې ده.

د نس‌ناستي د ناروغیو لاملونه

 د نس‌ناستي ناروغي ګڼ شمېر لاملونه لري، چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول دي:

  • باکتریايي میکروبونه، لکه د وینه لرونکي پېچش باسیل، د کولرا باسیل، محررقه او دې ته ورته نور.
  • ویروسي میکروبونه، لکه روټا ویروس چې په ماشومانو کې د نس‌ناستي د ډېرو پېښو مسوول دی.
  • فنکس میکروبونه.
  • پروتوزوايي میکروبونه، لکه آمیب او جاردیا.
  • د زهرو مختلف ډولونه.

د نس‌ناستي د ناروغیو د خپرېدو لارې چارې

د نس‌ناستي د ناروغیو د غوره مخنیوي لپاره باید د دې ناروغیو په سایکل (د ناروغۍ سرچینه او د خپرېدو په لارو چارو) پوه شو.

د نس‌ناستي د ناروغیو د خپرېدو لپار پینځه (۵) مهم مساعد کوونکي لاملونه په لاندې ډول دي:

د نس‌ناستي د ناروغیود میکروبو سرچینې: د نس‌ناستي د ناروغیو د میکروبو اصلي سرچینه د انسانانو او حیواناتو کولمې دي، چې هلته وده کوي او د غایطه موادو په واسطه بهر ته اطراح کېږي.

د انسان بدن ته د ناروغیو (د نس‌ناستي د ناروغیو د میکروبونو) د ننوتلو لاره: د نس‌ناستي د ناروغۍ میکروبونه د اوبو، د ناپاکو او ککړو خوړو، ګوتو، مچانو او نور ککړو شیانو، لکه د ماشوم د لوبو وسایل، د شیدو چوشک، قلم او داسې نورو په وسیله د خولې له لارې د انسان بدن ته ننوځي او بیا ځلي په کولمو کې وده کوي او د هضمي جهاز د التهاب لامل ګرځي، چې د دې پروسې په پایله کې د میکروبونو نوی نسل د غایطه موادو له لارې بهر ته اطراح کېږي، او په همدې توګه د نس‌ناستي د ناروغیو د خپرېدو پروسه دوام پیدا کوي.

معافیت: د مختلفو عمرونو لرونکي کسان د نس‌ناستي په ناروغیو اخته کېدای شي، خو د حفظ الصحوي ځانګړتیا له مخې تر پینځه (۵) کالو د کم عمر لرونکو ماشومانو کې ډېرې معمولې دي. د نس‌ناستي ناروغۍ معافیت نه لري او یا هم ډېر ضعیف او ناپایداره معافیت رامنځته کوي، چې اکثراً اختلاطي وي. هغه ماشومان چې په تغذیوي حالت ونه لري، معافیت یې ټیټ وي او ډېر ژر په نس‌ناستي اخته کېږي او د مړینې له لوړ خطر سره مخامخ کېږي.

د نس‌ناستي ډولونه

د دوام له نظره د نس‌ناستي ډولونه

  • حاد نس‌ناستی: که چېرې د نس‌ناستي کومه پېښه تر ۱۴ ورځو کم دوام وکړي، حاد نس‌ناستی ورته ویل کېږي. که یې په سمه توګه څارنه وشي ماشومان ژر ښه کېږي. خو په هغو پېښو کې چې د بدن ډېر مایعات ضایع شي، ډېر خطرناک دی او حتی د ماشومانو د نړینې لامل ګرځي.
  • مزن یا ځنډنی نس‌ناستی: که چېرې د نس‌ناستي کومه پېښه تر ۱۴ ورځو ډېر دوام وکړي، مزمن یا ځنډنی نس‌ناستی ورته ویل کېږي. له ۲۵٪ څخه په ډېرو پېښو کې نس‌ناستی په مزمن یا ځنډني ډول بدلېږي، چې د ماشومانو د خوراځواکۍ او مړینې یو له مهمو لاملونو څخه دی. باید زیاته کړو، چې په غایطه موادو کې د وینې موجودیت د وینه لرونکي نس‌ناستي په نامه یادېږي او د ناروغۍ د شدت، په تېزۍ سره د خېرېدو او په لوړه کچه د مړینې د لرلو له کبله د نس‌ناستي د ناروغیو ځانګړی ډول ګڼل کېږي. د دې لپاره چې نس‌ناستی د ناروغانو پر وخت تشخیص، درملنه، څارنه او د ناروغۍ له خپرېدو څخه نورو ته مخنیوی وشي، د نس‌ناستي د ناروغیو وېشنه باید په یادو ولرو:

د شدت له نظره د نس‌ناستي ډولونه

  • خفیف نس‌ناستی: هغه نس‌ناستي ته ویل کېږي، چې ناروغان درې یا دېر ځله اوبلن غایطه مواد په کمه اندازه په شپه او ورځ کې دفع کوي، خو په ناروغ کې نورې نښې موجودې نه وي او یا هم حفیفې وي او ناورغان ظاهراً روغ ښکاري.
  • متوسط ناس‌ناستی: په دې ډول نس‌ناستي کې نښې نښانې په حفیف ډول لیدل کېږي. ناروغان د عادي حالت په پرتله ډېر د تندې احساس کوي، خفیف وچوالی یې په خوله، سترګو او پوستکي کې لیدل کېږي.
  • شدید نس‌ناستی: هغه نس‌ناستي ته ویل کېږي، چې ناروغان پکې بې حاله وي او په مشکل سره ځواب وايي. اکثراً خوراک او څښاک نه‌شي کولای. په ځینو حالاتو کې د ناروغ پښې او لاسونه شخېږي، د ماشوم سترګې لویېږي، پوستکی یې کشش د لاسه ورکوي او وچېږي. ناروغان د بدن مایعات له لاسه ورکوي او که چېرې پر وخت روغتیايي مرکز ته مراجعه ونه‌شي د ماشومانو د مړینې لامل ګرځېدای شي.

د نس‌ناستي د ناروغیو نښې او نښانې

د نس‌‌ناستي د ناروغي معمولي نښې او نښانې د اوبلنو غایطه موادو دفع درې یا له درې ځلو څخه زیات په شپه او ورځ کې زړه بدوالی، کانګې، تنده، د سترګو لوېدل، د خولې او پوستکي وچېدل، تبه، بې اشتهايي، نفخ او د ګېډې درد او په غایطه موادو کې د وینې موجودیت.

تشخیص: د سببي لامل او د متوسط او شدید نس‌ناستي د درملیزې درملنې لپاره باید ډاکتر ته مراجعه وشي او د هغه د لارښوونو برابر عمل وشي.

د نس‌ناستي د ناروغیو د خپرېدو د لارو د پر کولو اړوند تدابیر:

بدن ته د ناروغۍ د ننوتلو د لارې د وقایوي تدابیر او اړوند باید د ناروغۍ د انتقال او وقایې لپاره پینځه مساعد کوونکي لاملونه یا پینځه F په پام کې ونیول شي.

  • اوبه
  • تل د اوبو د پاکې سرچینې څخه ګټه واخلئ.
  • د نس‌ناستي د ناروغیو د مخنیوي لپاره تل د نل، لاسي بمبې او سر تړلو سرچینو لکه څاه، چینې او کارې څخه اوبه وڅښئ.
  • خواړه
  • د نس‌ناستي د ناروغیو د مخنیوي لپاره تل سبزیجات او مېوه‌جات تر خوړلو دمخه، ښه پرېمینځئ او د ۳۰ دقیقو لپاره یې د کلورین یا پټاس (پتاشیم پرمنګنیت) په محلول کې یې کېږدئ، ترڅو د میکروبونو څخه ښه پاک شي او تاسې ناروغه نه کړي.
  • د نس‌ناستي د ناروغیو د مخنیوي لپاره تازه خواړه او د څښلو پاکې اوبه وڅښئ، خواړه او مېوې مو په جالۍ وپوښئ او د اوبو په ذخیرې باندې سرپوښ کېږدئ.
  • د نس‌ناستي د مخنیوي لپاره ماشوم په لومړیو شپږو (۶) میاشتو کې یوازې او یوازې د مور په شیدو تغذیه کړئ، ځکه د مور په شیدو کې موجود پروتین د ماشوم د بدن مقاومت د نس‌ناستي او نورو ناروغیو پر وړاندې زیاتوي. هغه ماشوم چې د مور په شیدو تغذیه کېږي، دېر کم په ‌نس‌ناستي اخته کېږي او که اخته هم شي د ناروغۍ شدت یې ډېر کم وي.
  • ګوتې
  • د نس‌ناستي د ناروغیو د مخنیوي لپاره مو لاسونه حتماً د خوړو تر خوړلو دمخه او تشناب ته تر تللو وروسته په اوبو او صابون پرېمینځئ.
  • کله چې د لاسونو په پرېمینځلو قادر نه یاست، د لاسونو لپاره د میکروبو ضد محلول وکاروئ.
  • غایطه مواد
  • د نس‌ناستي د ناروغۍ د پېښو د مخنیوي لپاره په آزاده فضا کې د حاجت د رفع کولو څخه ډډه وکړئ او پاک تشناب وکاروئ.
  • د تشناب غایطه مواد په منظم ډول د اوبو د سرچینو او اوسېدنځای څخه لرې تر خاورو لاندې خښ کړئ، تر څو د نس‌ناستي په ناروغۍ د اخته کېدو څخه په امان کې شي.
  • د ناروغۍ د خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره باید د ناروغ غایطه مواد تر خاورو لاندې خښ کړئ.
  • مچان
  • د نس‌ناستي د ناروغیو د مخنیوي لپاره کور او پخلنځي ته د مچانو له ننوتلو څخه مخنیوی وکړئ.

د او. آر، اس (ORS) د محلول د جوړولو طریقه

  • د او. آر. اس (ORS) د یو پاکټ محتوا په پو پاک لوښي کې چې یو لیتر (څلور ډک ګیلاسونه) ایشول شوې او بېرته سړې کړل شوې اوبه پکې وي، واچوئ.
  • محلول ښه وښوروئ

له دغه محلول څخه یوازې د ۲۴ ساعتونو لپاره کار اخیستلی شئ، او وروسته له هغې نه محلول لرې واچوئ او بل تازه محلول جوړ کړئ، هڅه وکړئ چې د او. آر. اس (ORS) محلول په کم مقدار او زیاتو دفعاتو ناروغ ته ورکړئ. که چېرته ناروغ کانګې وکړي، ۲۰ دقیقې انتظار وباسئ او بیا د محلول ورکولو ته دوام ورکړئ.

که چېرته د او. آر. اس (ORS) پاکټونو ته لاسرسی نه وي، په لاندې توګه کورنی او. آر. اس (ORS) جوړولی شئ:

اته (۸) د چایو د کاشوغې په اندازه بوره او یوه کاشوغه مالګه په یو لیتر (څلورو ډکو ګیلاسونو) ایشول شویو او بېرته یخو کړل شویو اوبو کې واچوئ او په یو پاک لوښي کې یې سره حل او په خوندي او یخ ځای کې یې وساتئ. د دې محلول څخه یوازې د ۲۴ ساعتونو لپاره ګټه اخیستلی شئ. وروسته محلول لرې واچوئ او بل تازه محلول جوړ کړئ.

د افغانستان د عامې روغتیا ملي انستیتیوت

د روغتیا د ارتقا ریاست له خپرونو څخه

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top