Human Immunodeficiency Viruses (HIV)
اېډز یوه کسبي ناروغي یا سندروم دی چې د HIV ویروس په واسطه وروسته له دې څخه چې په سپینو کرویاتو باندې حمله وکړي، د بدن دفاعي سیستم ضعیف کوي او دغه ناورغي منځته راځي.
د زیاتو خلکو په آند په اېډز یا HIV ناروغۍ اخته کېدل لوی شرم بلل کېږي، د همدې کبله په دې ناروغۍ ډېری اخته کسان د خپلې ناروغۍ په باب څه نه وایي.
زموږ په هېواد کې د اېډز یا HIV وایروسي ناروغي زیات شمېر قربانیان هغه کسان دي، چې په نشهیي توکو روږدي دي او په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر کابو ۳ میلیون تنو ته رسېدلی. له دې جملې څخه شاوخوا ۵۰۰۰۰ کسان داسې معتادین دي، چې نشهیې توکي د زرقي وسایلو له لارې خپل بدن ته داخلوي او مشترکې ستنې کاروي، چې په اېډز باندې د اخته کېدو خطر لوړوي.
لاندې اعراض او علایم اخته شوي شخص ته پیدا کېږي:
تبه، د ستوني درد، د بدن خارښ او داسې نور د اېډز په وایروس باندې د اخته کېدو لومړنۍ نښې دي. په دې ناروغۍ له اخته کېدو سره د بدن دفاعي سیستم کمزوری کېږي. په پایله کې د بدن وزن کمېږي او په اېډز اخته شخص ته شدید اسهالات پیدا کېږي.
همدارنګه اخته شخص د دې تر څنګ په یو شمېر نورو روغتیایي ستونزو هم اخته کېږي. له بلې خوا په افغانستان کې ډېری وګړي په دې اند دي چې په اېډز باندې د اخته کېدو اساسي علت نامشروع جنسي اړیکې دي.
د انتاني ناروغیو د متخصص له نظره دغه ناروغي د نامشروع جنسی اړیکی پرته د انتقال نورې لارې هم لري، د وینې له لارې یو بل ته انتقال مومي لکه د ایډز په ویروس اخته شخص ککړه پېچکاري بل چا ته کارول، د امېندوارۍ پر مهال له مور څخه ماشوم ته د وینې له لارې او له زېږون څخه وروسته ماشوم ته د شیدو د ورکولو له لارې هم د انتقال وړ ده. له بلې خوا ډېری کسان لا هم د خوندي جنسي اړیکو په اړه نه پوهېږي.
د اېډز په ناروغۍ باندې یو اخته کس خپله کیسه په لاندې ډول بیانوي
یو تن ۳۰ کلن ځوان چې نه غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د کابل انتاني روغتون ته راغی چې ۱۰ کاله مخکې یې په اېډز د اخته کېدو ناروغي تشخیص شوې وه. نوموړي وویل له کومې ورځې څخه یې چې په ایډز د اخته کېدو ناروغي تشخیص شوې ده، له خپلې کورنۍ سره یې اړیکې پرې دي ځکه هغوی کرکه ترې کوي.
د اېډز انتقال لارې په لاندې ډول دي:
۱ د وینې له لارې د مثال په ډول نقل الدم یا د وینې د تطبیق له لارې؛
۲ د ککړ یا ملوث طبي سامان الات؛
۳ هغه تېره شخصي سامان آلات چې خپله اېډز مریض استفاده ترې کوي مثلا ږمنځ، ناخون ګیر، د غاښونو بورس؛
۴ نا مشروع جنسي اړیکې.
څه باید وکړو چې په دغې ناروغۍ اخته نشو؟
۱ د اېډز مریض له وینې څخه ځان وساتو؛
۲هغه شخصي تېره سامان آلات چې خپله اېډز مریض استفاده ترې کوي ځان ترې وساتو؛
۳ د نامشروع جنسي اړیکې څخه پرهېز وکړو یا ځان ترې وساتو.
که چېرې له دارنګه ناروغ سره مخامخ کېږو څه ډول چلند ورسره وکړو او چېرته یې باید ولېږو؟
۱ښه انساني چلند ورسره وکړو او د ناروغ په حیث وپېژنو؛
۲ هغه صحي مرکز ته یې معرفي کړو چې د اېډز ناروغان پکې تداوي کېږي.
روغتیايي کارکوونکي باید څه وکړي چې په دغه ناروغۍ اخته نشي؟
۱ د اېډز په ناروغ باندې ډېر په احتیاط سره طبي اجراآت وشي.
۲ د تطبیقاتو په وخت دستکش ، ماسک، عینک یا چشمو څخه استفاده وکړي.
۳ د تېره طبي سامان الاتو نه ډېر په احتیاط استفاده وشي چې زخمې ونه شي.