په امېندوارۍ کې اړین معاینات

۱ـ هغه معاینات چې په امېندوارۍ کې باید تر سره شي!

د وینې د حجراتو د مکمل شمېر آزموینه ( CBC Test)

دغه آزموینه د وینې بېلا بېلې برخې معلوموي، چې په پایله کې ستاسو د وجود مختلفې ستونزې ښکاره کېدای شي، په نوموړې معاینه کې د وينې لاندې برخې کتل کېږي.

  • د وینې د سرو حجراتو شمېر: جنین ته د وینې په واسطه اکسیجن رسېدل معلوموي، چې د شمېر کموالی یې د مخکې له وخته زېږون، د کم وزنه ماشوم او له زېږون وروسته په ژور خپګان د مور د اخته کېدو خطر لوړوي.
  • د وینې د سپینو حجراتو شمېر: دغه حجرات بیا په پینځه ډوله دي او د معافیتي سیستم مهمه برخه جوړوي، چې مور او ماشوم په مختلفو مېکروبي ناروغیو باندې د اخته کېدلو څخه ژغوري او په شمېر کې بدلون یې بېلا بېلې ناروغۍ ښودلی شي.
  • پلاتیلت (Platelet): د وینې تر ټولو کوچنۍ برخه ده، خو خورا زیات اهمیت لري او که چېرې یې اندازه ډېره زیاته ښکته وي، نو وینه به ژر پړنه نه شي او کېدای شي د زیاتې خونریزۍ او مخکې له وخته زېږون لامل شي.
  • په دغه آزموینه کې نور ډېر اړین عناصر لکه هیموګلوبین چې د وینې په واسطه د اکسیجن د لېږدولو وړتیا معلوموي هم کتل کېږي. د دغه پروټین کموالی هم د کمخونۍ ښکاروندی دی.

د وینې د ګروپ او  Rh فکتور د معلومولو آزموینه

دغه آزموینه موږ ته د سرو حجراتو له پاسه د موجودو پروټینونو په اړه معلومات را کوي، چې A,B,AB او که یو هم شتون نلري. همدارنګه یو بل پروټین هم چې Rh نومېږي د سرو کرویاتو له پاسه پیدا کېدای شي، چې د شتون په صورت کې به  تاسې Rh مثبت او د نه شتون په صورت کې به Rh منفي وګڼل شئ.

دغه آزموینه تاسو ته د حمل (امېندوارۍ) په لومړیو درېیو میاشتو کې باید ترسره شي.

که چېرې ستاسو Rh منفي وي، نو څه به پېښ شي؟

که چېرې د تاسو Rh منفي وي، نو کېدای شي ستاسو راتلونکو ماشومانو ته لوی خطر پېښ کړي

(په لومړۍ امېندوارۍ باندې د Rh منفي والی کېدای شي کوم منفي اثر و نه لري، خو د نورو امېندواریو پر وخت ستاسو په وینه کې یو پروټین جوړیږي)، نوموړی پروټین ستاسو د راتلونکو ماشومانو وینه تر حملې لاندې نیسي، چې حتا کېدای شي ماشوم ته د لاندې ستونزو لامل وګرځي:

  • د مور په رحم کې د ماشوم مړینه
  • د ماشوم کمخوني
  • خپل سری سقط
  • له زېږون څخه وروسته په زېړي باندې د ماشوم اخته کېدل او د دماغ تخریب
  • د ماشوم پړسېدل
  • په ځینو حالاتو کې له زېږون څخه وروسته د ماشوم مړینه

د نوموړو ستونزو د مخنیوي لپاره د ډاکتر لخوا تاسو ته د روګم (RhoGAM)  پېچکاري د امېنداوارۍ په ځانګړو وختونو کې توصیه کېږي.

د مور  Rh فکتورد پلار Rh فکتورد ماشوم  Rh فکتورڅه بايد وشي؟
Rh مثبتRh مثبتRh مثبتکوم څه ته اړتیا نشته
Rh منفيRh منفيRh منفيکوم څه ته اړتیا نشته
Rh مثبتRh منفيRh منفي او مثبتکوم څه ته اړتیا نشته
Rh منفيRh مثبتRh منفي او مثبتد روګم تطبیق کول

د تشو میتیازو (بولو) معاینه

د امېندوارۍ په لومړیو څلورو میاشتو او زېږون څخه مخکې مراقبتونو په نورو لیدنو کې د تشو بولو د معاینې ترسره کول اړین دي. په دغه معاینه کې پروټین، ګلوکوز (د قندونو یو ډول)، مېکروبونه او د  وینې حجرات معلومېدای شي. د دې لپاره چې ستاسو ډاکتر ډاډمن شي، چې تاسو د بولي لارې انتان (سوزاک)، د امېندوارۍ پر وخت د شکر ناروغي او پري اکلمپسیا )د امېندوارۍ پر وخت لوړ فشار) ونه لرئ، د دې معاینې ترسره کول اړین دي.

ځینې وخت کېدای شي پرته له دې چې تاسو کومه ستونزه حس کړئ، خو تاسو به نوموړې ناروغۍ لرئ.

د جنسي لارو څخه د لېږدېدونکو ناروغیو معاینه (STIs)

د جنسي لارو څخه لېږدېدونکې ناروغۍ تاسو او ستاسو ماشوم ته ډېر زیانونه اړولی شي. ټولې حامله ښځې د سفلیس (Syphilis) او کلامېدیا (Chlamydia) لپاره باید معاینه شي. که چېرې تاسو دغه ناروغۍ ولرئ، نو درملنه به درته ترسره شي. همدارنګه ستاسو خاوند هم باید تداوي شي.

د تور زېړي یا د B ویروس له کبله د ځیګر د التهاب معاینهHBS-Ag) )

تور زېړی د ځيګر یوه ویروسي ناروغي ده، چې د ځيګر د تخریب  لامل کېږي، که چېرې دغه معاینات تاسو د امیندوارۍ په وخت کې تر سره کړئ او معاینات مثبت وي، نو تاسو به خبر یاست چې تاسو تور زېړی لرئ او کله مو چې ماشوم پیدا شي، نو ماشوم ته ایمونوګلوبولین (Immunoglobulin: دفاعي پروټين) او د تور زېړي واکسین باید په لومړیو ساعتونو کې تطبیق شي.    

 د سپین زېړي یا د C ویروس له کبله د ځیګر د التهاب معاینه (HCV-Ab)

سپین زېړی هم د ځيګر یوه ویروسي ناروغي ده، چې د ځيګر د تخریب لامل کېږي او که چېرې  دغه معاینات تاسو د حاملګۍ په وخت کې تر سره کړي وي او معاینات مثبت وي، نو تاسو به خبر یاست چې تاسو سپین زېړی لرۍ، نو تاسې به د ډاکتر تر ځانګړې پاملرنې لاندې وئ. سپین زېړی ایمونوګلوبولین (Immunoglobulin) او واکسین نه لري، نو ځکه ستاسې ماشوم ته هم په ۱۸مه میاشت کې نوموړې معاینه ترسره کېږي، خو تاسې کولای شئ ماشوم ته شيدې ورکړئ.

د اېډز معاینه (HIV Test): ټولې امېندواره ښځې باید دغه معاینه ترسره کړي. که چېرې یې معاینه مثبت وي، نو دوی ته درملنه پیل کېږي، چې ماشوم ته د اېډز د لېږد خطر له ٪ ۳۲ څخه ٪۱ ته ښکته کوي.

د شکر معاینه

هغه امېندواره ښځې چې لاندې ستونزې لري باید د شکر معاینه ترسره کړي:

  • هغه ښځې چې د امېندوارۍ پر وخت د شکر تاریخچه ولري
  • که چېرې ستاسو د کورنۍ کوم غړی

(پلار، مور، ورور، خور) شکر ولري

  • د سقط تاریخچه ولري
  • دkg  ۴.۵ نه اضافه وزن لرونکي ماشومان زېږوي
  • امېندواره ښځې چې اضافه وزن لري

یادونه: هغه میندې چې عقامت (بې اولادي) ولري، باید لاندې هورموني معاینات تر سره کړي:

  • LH & FSH (د تخمې تنظیموونکي هورمونونه)
  • Prolactin (د تخمې او شیدو تنظیموونکي هورمونونه)
  • –   Estrogen & Progesterone (د میاشتني عادت تنظیموونکي هورمونونه)
  • T3 & T4 (د بدن فعالیت تنظیموونکي هورمونونه)
  • TSH (د تایراید غدې تحریک کوونکی هورمون)

ویټامین ډي معاینه

 ویټامین ډي د مور په رحم کې د ماشوم د هډوکو د نورمالې ودې لپاره ډېر اړین دی. هغه امېندواره ښځې چې د ویټامین ډي کموالی لري یا د ویټامین ډي د کموالي خطر په دوی کې شتون ولري (لکه توربخن پوستکی، هغه ښځینه چې ډېر سخت حجاب کوي) باید ویټامین ډي واخلي.

۲ـ نظر ستونزو ته په کتو کېدای شي د ډاکتر لخوا د لاندې ناروغیو لپاره هم معاینات توصیه شي

حیواني محرقه (Brucellosis)

حیواني محرقه په امېندوارو ښځو کې ځینې وخت د ماشوم د سقط او سؤ شکل د را منځ ته کېدو سبب کېږي. نښې نښانې یې ځان دردي، مړه تبه، سر دردي، بې اشتهایي او سستوالی دي.

توکسوپلازموزس (Toxoplasmosis)

یوه ناروغي ده چې د پیشوګانو څخه انسانانو ته انتقالېږي.که چېرې تاسې په دغه ناروغۍ مخکې له امېندوارۍ څخه اخته شئ، نو ستاسې وجود به د دې فرصت ولري چې هغه محوه او تاسې یی په وړاندې معافیت تر لاسه کړئ، خو که چېرې په دغه ناروغۍ د امېندوارۍ پر وخت اخته شئ، نو کېدای شي چې خپل سری سقط، د رحم د ننه د ماشوم مړينه او ولادي سؤشکل پېښ شي.

سایتو میګالو ویروس ناروغي (Cytomegalovirus Disease)

زیاتره خلک په دغې ناروغۍ باندې اخته کېږي، خو کومې نښې نښانې کېدای شي و نه لري. که چېرې امېندواره ښځې پرې اخته شي او ماشوم ته یې ولېږدوي، نو د لاندې جدي ستونزو لامل کېدای شي:

  • کوڼوالی
  • مخکې له وخته زېږون
  • لږ وزن درلودل
  • زېړی
  • د ځیګر او توري غټوالی
  • د سر کوچینوالی
  • جلدي دانې
  • د سترګو التهاب

روبېلا یا جرمني سرخکان (Rubella)

هغه ښځې چې دروبېلا ناروغۍ نښې نښانې ولري، باید د دغې ناروغۍ معاینه تر سره کړي. ټولې ښځې چې غواړي حمل واخلي باید د MMR (سرخکان، کله چرک او جرمني سرخکان) واکسین یی اخیستی وي. تر څو دوی او د دوی ماشوم د روبیلا یا جرمني سرخکانو باندې د اخته کېد څخه وژغورل شي.

روبیلا ماشوم ته لاندې ستونزې پېښوي:

  • کوڼوالی
  • د ځیګر او توري غټوالی
  • لږ وزن درلودل
  • د زړه ولادي ناروغۍ
  • د ځیګر او توري تخریب
  • ذکاوت کې ستونزې

هرپس سمپلکس ویروس (Herpes Simplex Virus)

 دغه ناروغي چې د خالونو په بڼه په خوله او د تناسلي ناحیو شاوخوا کې را پیدا کېږي، په تناسلي ناحیو کې کوچني درد ناک زخمونه رامنځ ته کوي. نوموړې ناروغي په حمل لرونکو ښځو کې د جنین د مړينې یا سؤ شکل د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.

اړينې لارښوونې: هره امېندواره ښځه چې کاملاً روغه هم وي (هېڅ روغتیایي ستونزه ونه لري)، باید څلور ځلې په منظمو فاصلو کې ډاکتر ته مراجعه وکړي. لومړۍ لېدنه چې څومره ژر امکان ولري او آخري لېدنه د ۳۷ مې اونۍ شاوخوا کې باید ترسره شي. که چېرې تاسې کومه ناروغي لرئ، نو کېدای شي د څلورو لیدنو څخه مو زیاتو ته اړتیا وي.

د مهبلي خونریزۍ، شدیدې سردردۍ، د ګېډې دردونو، تبې او په تنفس کې د ستونزو پر وخت، ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ.

د دغه څلورو لیدنو موخې

لومړۍ لیدنه ۸-۱۲ اونیو کېدوهمه لیدنه ۲۴-۲۶ اونیو کې
د امېندوارۍ تائید د څلور لیدنو لپاره د ښځې طبقه بندي چې څلورو او که زیاتو لیدنو ته اړتیا دهدرملنه ترسره کول او وقایوي لارښوونې کولد زېږون او عاجلو پېښو لپاره لارښوونې کولد مور او ماشوم د روغتیا ارزونه د کمخونۍ او د امېندوارۍ پر وخت لوړ فشار ردکول وقایوي لارښوونې کولپه درملنه او د زېږون په پلان بیا کتنه کولنورې اړینې لارښوونې او مشورې
درېیمه لیدنه ۳۲ مه اونۍ کېڅلورمه لیدنه د ۳۶-۳۸ اونیو کې
د مور او ماشوم د روغتیا ارزونه د څو ګوني حمل، کمخونۍ او د امېندوارۍ پر وخت لوړ فشار رد کول وقایوي لارښوونې کولپه درملنه او د زېږون په پلان بیا کتنه کولنورې اړینې لارښوونې او مشورېد مور او ماشوم د روغتیا ارزونه د کمخونۍ، د ماشوم د بې ځایه موقعیت او د امېندوارۍ پر وخت لوړ فشار رد کول وقایوي لارښوونې کولپه درملنه او د زېږون په پلان بیا کتنه کولنورې اړینې لارښوونې او مشورې

آغلو لوستونکو! پورته روغتیایي لارښوونې د دېوان بیګي کلینیک لخوا تاسو ته چمتو شوې وې. د اړتیا په صورت کې د دېوان بیګي کلینیک ټول روغتیایي کارکوونکي په ځانګړې توګه د نسایي ولادي متخصصه ډاکتره ستاسو په چوپړ کې دي.

ستاسو او د تاسو د ماشوم روغتیا زموږ لپاره ارزښت لري.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top