پروستته او PSA

پروستته په سړو کې د مثانې لاندې یوه غده ده، چې د مني اوبو یوه برخه مایع جوړوی. د پروستته وظیفه د تستوسترړن هورن لخوا کنترول کییږی. کله چې دغه غده غټه شی، نو ميتایزې په نورماله توګه نه وځي. دغه غټوالۍ کیدای شی عادی غټوالۍ او یا هم سرطان جوړ کړی. هر سړی چې د میتازو کولو کی ستونځې ولری، باید ډاکتر ته ورشی او ځان معاینه کړی.

د سړیو مهم هورمون تستوسترون، چې زیاتره په مایو کې جوړیږی، په پروستته کې بدلون مومی. په پروستته کې جوړ مایع مختلف پروتيینونه لری، لکه پروستته مخصوص انتګين PSA چې په ۱۹۷۰ کې کشف شو. د پروستته په ناروغیو کې کیدای شی به وینه کی د دغه پروتیین اندازه لوړه شی، چې د معاینې نه وروسته معلومیدلی شی.

په وینه کې د پی اس اه اندازه معلومول د پروستته په ناروغیو او په تېره بیا د پروستته سرطان په لومړنۍ مرحله کی تشخیص شی. د سرطان ناروغۍ هرڅومره چې زر تشخیص شی، په هماغه اندازه یې درملنه زر، آسانه او ارزانه کیدلای شی.

په ډېرو بهرنیو هېوادونو کې د ۴۵ نه مشرانو سړیو ته د کنترول په کال کې یو ځل د پی اس اه معاینه لپاره کیږی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top