ډاکتر نسرین چې د دشت برچي په یو دولتي روغتون کې د نسایي ولادي متخصصې ډاکترې په حیث دنده لري، چې نوموړی روغتون د MSF مؤسسې په مالي مرسته روان دی، د ۲-۱-۲۰۲۰ تاریخ د پنجشنبې په ورځ د یوې نیمې (۱:۳۰) تر دریو بجو پورې د دیوان بیګي کلینیک صحي پرسونل ته د Preeclampsia په باره کې ډېر ګټور معلومات وړاندې کړل او Preeclampsia یې مفصله تشریح کړه، چې په لنډ ډول يې موږ یو څو نقطې راخیستې دي او هم یې په عملي ډول په انځورونو کې وښودله چې په دې ناروغي کې د ناروغې فشار پورته ځي، او پورتین یوریا او د پښو پړسوب پیدا کوي چې د کلینیک صحي پرسونل ورباندې پوه وي.
کله چې یو صحي پرسونل د داسې کومې ناروغې سره مخ شي نو باید ورته وویل شي چې یو صحي کلینیک ته لاړه شي او د یوې متخصصې ډاکترې تر نظارت لاندې وي او فشار یې په منظم ډول په اونۍ کې یو ځل ولیدل شي او د ولادت لپاره هم یو روغتون ته د مراجعه وکړي