ولې دیوان بیگي روغتون؟

باکيفيته روغتيايي خدمات يو شمير آلماني ډاکټران او په اروپا کې ميشت افغان ډاکټران د کلينيک ډاکټرانو ته په خپلو اړوندو څانګو کې ټريننګ (On the Job Training)ورکوي. دغه کار به د خدماتو کيفيت لا نور هم لوړ کړي. په دې کلينيک کې به د هر ناروغ د ثبت او تعقيبولو سيستم (Medical Record) موجود وي، ناروغ به دلته راجستر او يوه دوسيه ولري او ټول اړوند ريکارډ به يې ساتل کيزي، ترڅو د بيا مراجعه کولو پر مهال ورڅخه ګټه واخيستل شي.

کلینيک له خورا ابتدایي طبي خدماتو تر پرمختللو او مزمنو ناروغیو پورې د تشخيص او درملنې علاوه د ناروغانو د پوهاوي په برخه کې هم لازمې مشورې ورکوي، څو دوی د اړوندې ناروغۍ د نوعیت، وقایوي تدابیرو او نورو په اړه کره مالومات ترلاسه کړي چې دا کار د مزمنو ناروغانو د تداوۍ په برخه کې خورا اړین دی.

Scroll to Top