ويټامینونه داسې مواد دي چې د بدن د نورمالو دندو د پرمخ بېولو لپاره اړپن دي او مختلف ډولونه لري. چې له هغې جملې ویټامین ډي هم دی او اصلي دنده یې په بدن کې د کلسیم او فاسفېټ یا فاسفوریک اسید مالګې اندازه برابرول دي، چې د بدن په وده او د هډوکو، غاښونو او عضلو په روغتیا او خوندیتوب کې ډېر اهمیت لري. سربېره پردې نورې مهمې دندې هم لري، ویټامین ډي په شحمو کې منحل ویټامین دی، چې د بدن په شحمېیاتو کې ذخیره کېږي. ویټامین ډي په دوه ډوله په کولمو کې وینې ته جذبېږي. د ويټامین ډي د کمبود له کبله په لویانو کې د هډوکو نرم کېدو (Osteomalacia) او په کوچينیانو کې د هډوکو نازکوالي او کوږوالي (Rickets) په نامه ناروغۍ رامنځ ته کوي.
په بدن کې د ویټامین ډي اهميت
ویټامین ډي د التهاب په کمېدو، عصبي سیستم د دندو تنظیم ( هغه سیستم چې د بدن نورو غړو ته پیغام وړي) د ګلوکوز په تنظیمولو کې، د زړه د ناروغیو، لوړ فشار، د شکر په مخنیوي کې مهم رول لري او د وینې د غوړو په کمولو کې همدارنګه ويټامین ډي د کولمو او پروستات د سرطان په مخنيوي کې ډېر مهم رول لري.
ویټامین ډي او کرونا
په دې وروستیو کې د ځینو ډاکټرانو او څېړونکو دې ته پام شوی دی، چې دغه ویټامین د کرونا پر وړاندې د بدن د مقاومت په لوړېدو کې ډېر اغېز لرلی دی او په هغه چا کې چې د دغه ویټامین اندازه نورماله ښودل شوې، نو هغوی د دغې وبا له امله ډېر نه دي کړېدلي او نه یې هم د مرګ کچه دومره لوړه وه.
ویټامین ډي د زکام، کرونا او نورو سختو تنفسي ناروغیو په وړاندې ښه وسله ده.
څنګه کولای شو د خپل بدن ویټامین ډي پوره کړو؟
ویټامین ډي د لمر د وړانګو په واسطه په پوستکي کې په غیر فعال شکل تولیدېږي، وروسته د ځيګر او پښتورګو په واسطه فعالېږي او د بدن نورو غړو ته ترڅو خپله دنده سرته ورسوي لېږدول کېږي. هر انسان کولای شي په اونۍ کې د دوه نه تر درې ځلې د ۵ دقیقو نه تر ۳۰ دقیقو پورې لاسونه او پښې یا هم ټول بدن د سهار له یوولسو د مازدیګر تر درېیو بجو پورې د لمر وړانګو ته په بشپړ ډول لوڅ کړي.
د ویټامين ډي ورځنۍ اړتيا
نظر عمر ته په کتو له 400 IU څخه تر 1000 IU واحدو پورې توپیر کوي.
کوم کسان د ویټامین ډي د کمښت سره مخ کېږي؟
- نوي زېږېدلي ماشومان
- هغه ماشومان چې عمر یې د شپږو میاشتو نه کم وي
- په ډېر عمر لرونکو کسانو کې
- هغه کسان چې کورونه یې لمر نه لري
- هغه کسان چې پوستکي یې تېره وي
- هغه کسان چې ډېر چاغ وي یا يې د جراحي عملیات په واسطه د معدې کومه برخه اخیستل شوي وي.
- هغه ښځې چې په دایمي ډول سخت حجاب کوي او په داسې کورونو کې ژوند کوي، چې د لمر وړانګو سره نه مخامخ کيږي.
- د ژمي په موسم کې نسبت نورو موسمونو ته د ويټامین ډي کموالي زیات ليدل کېږي.
د ویټامین ډي د کموالي له کبله لاندې ستونزې رامنځ ته کېږي:
- د هډوکو درد
- ضعیفي
- زیات خوله کېدل
- د بدن دوامداره درد
- د هډوکو پوده کېدل
- د زخم نه جوړېدل
- Osteomalacia)) د هډوکو نرم کېدل
- – (Rickets) د هډوکو نازکوالی او کوږوالی
- خستګي
- الرژي (حساسیت)
- ویره، ذهني فشار او ژور خپګان
په بدن کې د ویټامین ډي مقدار (اندازه)
ویټامین ډي که چېرې ۳۰- ۱۰۰نانو ګرام پر میلي لېتر پورې وي کافي ده. که چېرې ویټامین ډي له دې څخه کم وي د دغه ویټامین کموالی او که د (۱۵۰ نانو ګرام پر میلي لېتر څخه په بدن کې زیاته شي مسمومیت دی.
د ویتامین ډي زیاتوالی د لاندې ستونزو سبب کېږي:
- د زړه بدوالی
- – بې اشتهایي
- – د بولو زیاتوالی
- د پښتورګو تیږې
د ويټامین ډي منابع
- د ځیګر غوښه
- د ماهي غوښه
- مستې
- د هګۍ زېړ
- پنېر
- شیدې
- حبوبات لکه غنم، لوبیا، دال، نخود او داسې نور.
مونږ ته لازمه ده چې د خپل بدن په اړه پر ټولو روغتیايي معلوماتو ځان خبر کړو او په صحي لارښوونو عمل وکړو؛ګرانو هېوادوالو! تاسو کولای شئ، په دېوان بیګي کلینیک کې د ویټامین ډي معاینه همدارنګه نور پرمختللي معاینات د نړیوالو معیارنو مطابق په ارزانه بیه ترسره کړئ!