واکسینونه هر کال د زرګونو خلکو ژوند ژغوري؛ واکسینونه وجود د هدف شویو وایرسونو او باکتریاوو د پېژندلو او د هغوی په وړاندې د مبارزې لپاره چمتو کوي. وروسته له واکسین کېدلو څخه چې کله د انسان وجود د دغه ناروغۍ رامنځ ته کوونکو انتاناتو سره مخامخ شي، نو وجود په فوري توګه دغه ډول انتانات تخریبوي او د ناروغۍ رامنځه کېدلو څخه مخنیوی کوي.
ډېر شمېر واکسینونه شتون لري، چې خلک په کرونا ناروغۍ باندې د شدید اخته کېدلو او مرګ څځه ژغوري. واکسین کول د کووېد – ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لارو چارو یوه برخه ده. دغه اساسي لارې چارې عبارت دي له: یو متر ټولنیز واټن مراعات کول، د ټوخي یا پرنجي پر وخت د څنګلې یا دستمال په واسطه خوله چاپېره کول، څو ځلې په ورځ کې د لاسونو مینځل، د ماسک کارول او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګ څخه ډه ډه کول.
د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې تر ۳ نېټې پورې د کوېد -۱۹ په وړاندې لاندې واکسینونه د روغتیا نړیوال سازمان لخوا تائید شوي، چې دغو واکسینونو د مؤثریت او محفوظیت ځانګړتیاوې پوره کړي دي.
- استرازنیکا / آکسفورد
- جانسن او جانسنز جانس
- مدرنا
- فایزر/ بیونتیک
- سینوفارم
هر هغه واکسین چې تاسې ورته لاسرسی لرئ تر لاسه کړئ، حتا که چېرې تاسې د کووېد-۱۹ ناروغي تېره کړې هم وي. دا ډېره اړینه ده، چې ژر تر ژر خپل ځان واکسین کړئ (کله چې ستاسو نوبت ورسېد انتظار مه کوئ).
تائید شوي واکسینونه ټول په کرونا ناروغۍ باندې د شدید اخته کېدلو او د هغې له کبله د مړینې څخه مخنیوی کوي، سره لدې چې هېڅ واکسین ٪۱۰۰ محافظوي رول نه لري.
څوک باید ځان واکسین کړي؟
د کووېد ۱۹ واکسین د زیاتو وګړو لپاره چې عمر یې د ۱۸ کلونو څخه لوړ وي او زړو اشخاصو لپاره محفوظ دي. د هغو وګړو په شمول چې ځنډنۍ ناروغۍ او حتا د معافیتي سیستم ناخوالې ولري. دِغه ځنډنۍ ناروغۍ د فشار، شکر، نفس تنګۍ ، د سږو، ینې او پښتورګو ناروغیو څخه عبارت دي.
ماشومان د لویانو په نسبت په کمه اندازه د دغې ناروغۍ څخه متاثره کیږي، نو ځکه دا ډېره اړینه نه ده چې هغوی د لویانو څخه مخکې ځان واکسین کړي، پرته له دې چې د کووېد-۱۹ په خطري ناروغانو کې شامل وي.
آیا حامله یا شیدې ورکوونکې ښځې واکسین اخیستلای شي؟
د دغه واکسینونو د عمل په اساس پوهان په دې باور دي، چې دغه واکسینونه د حامله یا شیدو ورکوونکو میندو لپاره کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي.
سره له دې چې کافي شواهد وجود نه لري، چې وښایي دغه واکسینونه د حامله یا شیدو ورکوونکو میندو لپاره محفوظ دي او که نه؟
د متحده ایالاتو د نسائي ولادي کالج توصیه کوي، چې حامله میندې باید د دغه واکسینونو څخه منع نه کړای شي. په متحده ایالاتو کې د شاوخوا ۸۰۰۰۰ زرو په تعداد حامله ښځې واکسین شوې دي. چې د ۴۰۰۰ زرو څخه زیاتو ښځو د محفوظې حاملګۍ دوره تېره کړې ده.
حامله ښځې د کووېد- ۱۹ له کبله د شدیدې ناروغۍ را منځ ته کېدلو لپاره په لوړ خطر کې قرار لري.
که چېرې تاسو حامله یاست او د کاري مسؤلیتونو له کبله د کوېد- ۱۹ انتان لپاره په لوړ خطر کې قرار لرئ. نو د خپل معالج ډاکتر سره مشوره وکړئ. که چېرې د ډاکتر د مشورې په اساس د کووېد- ۱۹ واکسین ګټې د خطر په نسبت زیاتې وي، نو تاسو باید دغه واکسینونه تر لاسه کړئ.
نوټ: د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین کېدلو څخه مخکې د حاملګۍ د آزموینې ترسره کول نه توصیه کوي، همدارنګه د واکسین کېدلو لپاره په حمل اخیستلو او یا هم ختمولو کې ځنډ نه توصیه کوي.
د کووېد- ۱۹ واکسین د ترلاسه کولو ګټې
- د کووېد- ۱۹ واکسینونه کوم تجروبوي اړخ نه لري، ټول اړین آزمایښتي پړاونه یې تېر کړي دي. د دغه آزمایښتو نو د ترسره کېدلو وروسته دا جوته شوې، چې نوموړي واکسینونه محفوظ او مؤثر دي.
دا تر اوسه نه ده ښکاره شوې، چې د د غه واکسینونو ترلاسه کولو څخه وروسته تر کومې مودې نوموړی معافیت پاتې کېږي.
خو په څه چې موږ پوهېږو؛کرونا د زیاتو وګړو ژوند واخیست او زیات وګړي یې په شدید ډول ناروغ کړل.
که چېرې په کرونا ناروغۍ باندې اخته شئ د دې امکان لري، چې هغه چا ته یې ولېږدوئ چې تاسو ته ګران دي، د کرونا واکسین ترلاسه کول یو ښه انتخاب دی.
د کووېد- ۱۹ په وړاندې تر واکسین کېدلو څخه وروسته باید څه وکړم او د څه تمه ولرم؟
په هغه ځای کې چې واکسین کېږي، حداقل د ۱۵ دقیقو لپاره په تمه پاتې شئ.
که چېرې اړتیا وي چې باید دوهم ډوز واکسین هم ترلاسه کړی، نو د بیا راتګ د دقیق وخت پوښتنه وکړئ. زیاتره تائید شوي واکسینونه دوه ډوزه تر لاسه کېږي؛ نو ځکه د خپل صحي خدمت کوونکي څخه پوښتنه وکړي، چې آیا تاسو دوهم ډوز تر لاسه کولو ته اړ یاست او که نه؟ دوهم ډوز واکسین ترلاسه کول د معافیتي سیستم په لاتقویې کې مرسته کوي.
په زیاتره حالاتو کې خفیف جانبي عوارض نورمال ګڼل کېږي، دغه جانبي عوارض د دې ښوونه کوي، چې ستاسو وجود د کووېد-۱۹ په وړاندې د محافظت د رامنځ ته کولو لپاره چمتوالی نیسي دغه عوارض عبارت دي له:
- د مټ د زخم درد
- د ستړتیا احساس
- خفیفه تبه
- سردردي
- د عظلاتو او بندونو درد
که چېرې د زرق شوې ناحیې درد او سوروالی د ۲۴ ساعتونو څخه زیات دوام کوي او یا پورته ذکر شوي اعراض د د څو ورځو لپاره دوام کوي، نو له یوه صحي مرکز سره په اړیکه کې شئ.
د کووېد-۱۹ واکسین د جانبي عوارضو د مخنیوي په غرض د پاراستامول او یا نورو درد آرموونکو درملو کارول نه توصیه کېږي.
ځکه دا نه ده معلومه شوې چې د پاراستامول او نورو درد ضد درملو کارول په واکسین باندې څه اغېز درلودلای شي. خو که چېرې تر واکسین کېدلو وروسته تاسو ته تبه، ځان دردي، سردردي، پیداکېږي، نو کولای شئ، چې نوموړي درمل واخلئ.
حتا تر واکسین کېدلو وروسته هم وقایه وي تدابیر مه هېروئ!
سره له دې چې واکسینونه د کرونا د شدېدې ناروغۍ او مړینې څخه مخنیوی کوي، خو تر اوسه لا نه ده جوته شوې چې تر کومې سطحې پورې واکسین د اخته کېدلو او نورو ته د خپراوي څخه مخنیوی کوي، څومره چې د وایرس خپرېدو ته اجازه ورکوو، هغومره د وایرس بدلېدل زیاتوالی کوي.
نو لاندې کړنو ته د کرونا وایرس د خپرېدلو څخه مخنیوي لپاره دوام ورکړئ.
- لږ تر لږه یو متر ټولنیز واټن مراعات کول.
- · ماسک کارول؛ په ځانګړي توګه په ګڼه ګوڼه او هغه ځایونو کې چې کافي د هوا تهویه نه لري.
- خوله او پزه د ټوخي او پرنجي پر وخت وپوښوئ.
- لاسونه څو څو ځلې ومینځئ.
- کله چې له نورو سره په کم تهویه لرونکو ځایونو کې کار کوئ، نو د کړکیو خلاصوالي او ټولنیزې فاصلې له مراعات کولو څخه ځان یقیني کړئ.
- که چېرې یې ټول ترسره کړو، نو ټول به وژغورل شو.
مأخذونه
1. https://yalehealth.yale.edu/yale-covid-19-vaccine-program/who-should-and-shouldnt-get-covid-19-vaccine (Seen on 17- July, 2021)
2. https://www.who.int/emergencies/diseases/novel-coronavirus-2019/covid-19-vaccines/advice
Seen on 14 July 2021