واکسین

. ټولې اميدوارې ښځې د دې لپاره چې ځان اوخپل راتلونکی ماشومان د ټيټا نوس له ناروغي څخه وژغوري، بايد له زيږيدنې څخه مخکې لږ ترلږه ۲ ځله د دغې ناروغی (ټيټا نوس) واکسين وکړي.

۲. د١٥-٤٥ کلنۍ عمرلرونکې ټولې ښځې،  د  تيتانوس  د ناروغۍ په وړاندی  بشپړ او دایمی مقاومت یا معافیت تر لاسه کوولو لپاره باید پنځه دورې د ټیټانوس د ضد واکسین واخلي.

۳. خپل ماشومان دګوزن او نري رنځ ناروغیو څخه د مخنیوې په خاطر، وروسته د زیږیدنې په لومړنیو ۱۵ ورځو کې واکسین کړۍ.

۴. کله مو چې ماشومان د واکسین د دویمۍ دورې لپاره چې د  ۶ اونيوعمرته ورسيدل، روغتيايي مرکز ( کلینیک)  ته راولي.

۵. د واکسين د تطبيق په ځاي کې کيداي شي چې درد، سوروالي او پړسوب منځ ته راشي. دا عکسل العملونه طبيعي دي او خطر نلري. خو که چيرې ډير زيات شي اويا له ۳ ورځو څخه ډيردوام وکړي نو سمدلاسه خپل ماشوم روغتيايي مرکز (کلینیک) ته ورسوي.

۶. د دريمې دورې واکسين لپاره خپل  ماشومان  کله چې د ۱۰ اونيو عمرته ورسيدل،  روغتيايي مرکز  (کلینیک) ته ويسي.

٧. واکسين کول کيدای شي چې د مړې تبې سبب وګرځي. دا ډول عکس العملونه طبيعي دي او که چيرې تبه ډيره زياته شوه، اويا يې له ۳ ورځو څخه زيات دوام وکړ،نو سم دلاسه ماشوم روغتيايي مرکز ته ورسوئ.

٨.د واکسين څلورمه دوره ورته تطبيق شي. واکسينونه هيڅ ډول خطر نلري.که څه هم ماشوم لږه تبه،ريزش، ټوخۍ يا اسهال ولري خو بياهم بايد واکسين ورته تطبيق شي.

٩. که چيرې نشي کولی د واکسينو د تطبيق ټاکلې  نيټه په ياد راولي،نو داسې کسا نو ته چې وکولاې شي کارت ولولي، مراجعه وکړئ.

۱۰. کله چې ماشومان نهه مياشتو ته ورسيدل، د پينځمې دورې لپاره د شري د واکسين په خاطر يې روغتيايي مرکز ته راولي. مخکې لدې چې ماشومان مو يو کلنۍ ته ورسيږي نو هغوی با يد لږ تر لږه ۵ ځله د واکسين لپاره يو روغتيايي مرکز ته راوستل شي، ترڅو د واکسين ټولې دورې يې  پوره شي.

۱۱. د واکسينونو په هره ملي دوره(کمپاین) کې چې کور په کور عملي کيږي، له يوه ورځنۍ څخه تر ٥ کلن ماشوم پورې ټول ماشومان سره لدې چې مخکې واکسين شوي وي، بيا واکسين کړي.

۱۲. هرڅه چې د واکسين په اړه آوريدلي او يا مو زده کړى وي، ګاونډيان هم پري خبر کړى (ټول معلومات له خپلو ګاونډ يا نو سره شريک کړ‌‌ئ).

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

واکسین

په دیوان بیګي کلینیک کې د واکسین څانګه هم شتون لري چې ماشومانو او میندو ته په وړیا توګه واکسین ورکوي.

Scroll to Top