هغه ویروسونه چی د جنین د سقط سبب ګرځي

حیواني محرقه (Brucellosis)

حیواني محرقه په امېندوارو ښځو کې ځینې وخت د ماشوم د سقط او سؤ شکل د را منځ ته کېدو سبب کېږي. نښې نښانې یې ځان دردي، مړه تبه، سر دردي، بې اشتهایي او سستوالی دي.

توکسوپلازموزس (Toxoplasmosis)

یوه ناروغي ده چې د پیشوګانو څخه انسانانو ته انتقالېږي.که چېرې تاسې په دغه ناروغۍ مخکې له امېندوارۍ څخه اخته شئ، نو ستاسې وجود به د دې فرصت ولري چې هغه محوه او تاسې یی په وړاندې معافیت تر لاسه کړئ، خو که چېرې په دغه ناروغۍ د امېندوارۍ پر وخت اخته شئ، نو کېدای شي چې خپل سری سقط، د رحم د ننه د ماشوم مړينه او ولادي سؤشکل پېښ شي.

سایتو میګالو ویروس ناروغي (Cytomegalovirus Disease)

زیاتره خلک په دغې ناروغۍ باندې اخته کېږي، خو کومې نښې نښانې کېدای شي و نه لري. که چېرې امېندواره ښځې پرې اخته شي او ماشوم ته یې ولېږدوي، نو د لاندې جدي ستونزو لامل کېدای شي:

  • کوڼوالی
  • مخکې له وخته زېږون
  • لږ وزن درلودل
  • زېړی
  • د ځیګر او توري غټوالی
  • د سر کوچینوالی
  • جلدي دانې
  • د سترګو التهاب

روبېلا یا جرمني سرخکان (Rubella)

هغه ښځې چې دروبېلا ناروغۍ نښې نښانې ولري، باید د دغې ناروغۍ معاینه تر سره کړي. ټولې ښځې چې غواړي حمل واخلي باید د MMR (سرخکان، کله چرک او جرمني سرخکان) واکسین یی اخیستی وي. تر څو دوی او د دوی ماشوم د روبیلا یا جرمني سرخکانو باندې د اخته کېد څخه وژغورل شي.

روبیلا ماشوم ته لاندې ستونزې پېښوي:

  • کوڼوالی
  • د ځیګر او توري غټوالی
  • لږ وزن درلودل
  • د زړه ولادي ناروغۍ
  • د ځیګر او توري تخریب
  • ذکاوت کې ستونزې

هرپس سمپلکس ویروس (Herpes Simplex Virus)

 دغه ناروغي چې د خالونو په بڼه په خوله او د تناسلي ناحیو شاوخوا کې را پیدا کېږي، په تناسلي ناحیو کې کوچني درد ناک زخمونه رامنځ ته کوي. نوموړې ناروغي په حمل لرونکو ښځو کې د جنین د مړينې یا سؤ شکل د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.

اړينې لارښوونې: هره امېندواره ښځه چې کاملاً روغه هم وي (هېڅ روغتیایي ستونزه ونه لري)، باید څلور ځلې په منظمو فاصلو کې ډاکتر ته مراجعه وکړي. لومړۍ لېدنه چې څومره ژر امکان ولري او آخري لېدنه د ۳۷ مې اونۍ شاوخوا کې باید ترسره شي. که چېرې تاسې کومه ناروغي لرئ، نو کېدای شي د څلورو لیدنو څخه مو زیاتو ته اړتیا وي.

د مهبلي خونریزۍ، شدیدې سردردۍ، د ګېډې دردونو، تبې او په تنفس کې د ستونزو پر وخت، ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ.

وړاندی کوونکی:  احمدالله خالقی

لابرانت، دیوان بیګي کلینیک

نېټه  :2022/6/29،28

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top