نمونیا یا سینه و بغل واکسین

نمونیا یا سینه وبغل  سږو د نسج منتن کېدل دي، سږو د نسج منتن کېدل دي، سینه وبغل معمولا د ویروسونو او باکتریاګانو او په لږه کچه د فنګسونو او پرازیتونو په وسیله رامنځته کېږي. ډیری پیښې یې د باکتریا په وسیله پیدا کېږي.

احتیاط

شدیده نمونیا اضافي درملنو لکه اکسیجن ته اړتیا لري او ناروغ باید سملاسي روغتون ته ولیږدول شي.

سینه وبغل له پنځو کلونو څخه په کوچنیو ماشومانو کې د مړینې یو له مهمولو او عمده لاملونو څخه دي.

تشخیص

  • په ټولو ماشومانو کې چې ټوخی یا ستونزمن تنفس لري او یا هغه ماشومان چې له نورمال حالت څخه چټک تنفس لري باید په سینه وبغل شکمن شو.
  • ډیری وخت لوړه تبه (۵.۳۸سانتي ګراد) یا لوړه شتون لري مګر نه تل.
  • د سږو خراب غږونه هغه وخت چې ماشوم تنفس کوي.
  • له شېدو خوړلو څخه ډډه کول.
  • کانګې یا په ورستیو کې د ګانګو تاریخچه.

ناروغ ته لارښونې

  • مور یا دماشوم  څارونکی دي،وهڅول شي. څو د ماشوم سمې تغذیې ته دوام ورکړي.
  • د ماشوم مور ته دي توصیه وشي څو ماشوم ته د مور له شېدو سره تغذیه او دمایعاتو ورکول ډیر کړي.
  • مور یا د ماشوم څارونکي ته دي، یادونه وشي چې د ماشوم د واکسینونو ته د ماشوم دواکسین د کارت د جدول مطابق دوام ورکړي.
  • معلومه کړئ چې چې آیا د ماشوم پایواز پوهېدلی چې درمل څه ډول او څه وخت ماشوم ته ورکړي.
  • د ماشوم مور یا پالونکې ته دي، توصیه وشې څو ماشوم له دوو ورځو وروسته د بیا چک او معاینه کولو لپاره راولي.
  • د ماشوم مور يا پالونکې ته دي، توصیه وشي څو په لاندې حالاتو کې ماشوم په چټکۍ سره روغتیا یې مرکز ته راولي.
  • د ناروغۍ ډیریدل .
  • د خوړو نه خوړل با د مور شېدو نه اخیستل.
  • د لوړې تبې پیدا کېدل (۵.۳۸سانتي ګراد)او يا تر هغه لوړه.
  • چټک یا ستونزمن تنفس.

د نمونیا یا سینه وبغل واکسین (P.C.V)

د نمونیا واکسین د یو ډول کپسول څخه جوړ شوی، چې د خوږو(پولي سکراید یا شکر)په واسطه پوښل شوی دي.چې د دي واکسین په تطبیق سره کولای شو د سینه و بغل د ناروغۍ مخنیوی وکړو.

دغه واکسین په درېو دورو کې په لاندې سنونو کې تطبیق کېږي.

۱- لمړی ځل د ۶اونیو په عمر کې(P.C.V1 )

۲- دوهم ځل د ۱۰اونیو په عمر کې(P.C.V2)

۳- درېم ځل د ۱۴ اونیو په عمر کې(P.C.V3 )

باید چې د هري دورې تر منځه لږ تر لږه ۴ اونې ځنډ وي.او دغه واکسین باید د شپږو اونیو نه کم عمره او له درویشتو څخه لویو ماشومانوته تطبیق نشي.

د سینه وبغل(P.C.V) واکسین کومو ماشومانو ته باید تطبیق نشي؟

۱- شدید حساسیت د دغه واکسین د لومړي دوز یا دهغه واکسینونو سره چې په خپل جوړښت کې د دیفتري واکسین لري.د پنځه ګونې واکسین په شمول، لکه خارښ لرونکې بخارکونه،زړه تنګوالی ګانګې (د سترګو،شونډو،او ژبې) پړسوب او داسې نور.

۲- ټولې هغه شدیدې او متوسطې ناروغۍ چې په هغې کې د ماشوم تبه له (C0۳۹≤) څخه لوړه وي،په دي حالت ماشوم ته واکسین نه ورکول کېږې.او له کورنې څخه دي،وغوښتل شي تر څو ماشوم وروسته له ښه کېدونه د واکسین لپاره روغتیایې مرکز ته مراجعه وکړي.

د(P.C.V) یا سینه وبغل واکسین له تطبیق وروسته ممکنه غبرګونونه

۱- نارمل یا عادي غبرګونونه،لکه خارښ او ژړا(ډیر معمول دي)

۲- کلکوالی او پړسوب په تطبیق شویې ناحیه کې

۳- تب او نارامې په ۲۴ ساعتونو کې

د یوې قاعدې په اساس دغه ټولې پیښې او غبرګونونه به د لنډ مهال لپاره دوام وکړي او د واکسین په دوهم ځلې تطبیق سره به هومره د بدن غبرګونونه نه وي،لکه په لومړي ځل تطبیق سره چې لیدل شوي وو.داسې ډیر کم حالت به وي، چې دا ډول پیښې به جدي توګه لیدل شوي وي.څیړنې ښييې هغه علایم اونښې چې پورته ترې یادونه وشوه په زیاته کچه او لږ مساوي ډول په واکسین شویو ماشومانو او نه واکسین شویو ماشومانو کې لیدل شوي دي.

د واکسیناسیون د ملي اونۍ پیغامونه

۱- درنو میندو او پلرونو:راځۍ چې د واکسینونو په تطبیق سره خپل مسولیت د خپلو ځانونو او خپلو کوچنیانو د روغتیا د ښه والي په وړاندې ترسره کړو.

۲- واکسینونه بې ضرره دي تر دي چې تاسې کولائ شئ چې ناروغ ماشومان د کومې اندیښنې پرته واکسین کړئ.

۳- ټولې انجونې او ښځې چې د ۱۵تر ۴۹ کالو په عمر کې دي باید د ګلې یا ټیټانوس د واکسین پنځه دورې بشپړي کړئ.تر څو خپل ځان او خپل راتلونکې ماشومان د دغې ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي.

۴- واکسین د هر ماشوم حق دی، خپل د دوه کال نه ښکته ماشومان د ماشومتوب په دوره کې دلسو وژونکو ناروغیو په وړاندې ډیر ژر په نږدي‎ې روغتیا یې مرکزونو کې واکسین کړئ.

۵- د واکسین کارت یو ډیر مهم او حیاتې سند دی، د هغې په ساتنه کې ډیره پاملرنه وکړئ او هر ځل روغتیایې مرکز ته په راتلو سره خپل او د خپلو ماشومانو د واکسین کارتونه د ځان سره راوړئ ۶- درنو میندو او خویندو:خپل ځانونه او خپل ماشومان همدا نن واکسین کړئ سبا به ډیر ناوخته وي

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top