په دېوانبیګي کلینیک کې هره ورځ له شنبې نه تر پنجشنبې پورې د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴ بجو پورې د نسایي ولادي متخصصه ډاکتره ستاسو درنو ناروغانو په چوپړ کې ده. په نسایي څانګه کې هغه ټولې نسایي ناروغۍ، چې په ښځو او نجونو پورې اړه لري، په ښه توګه تشخیص او درملنه یې کېږي.
هره ښځینه ناروغه چې نسایي څانګې ته راځي، لومړی د ثبت په برېښنایي (EMR) سیستم کې راجستر کېږي. له هغې وروسته ناروغ ته دوسیه اچول کېږي، حیاتي علایم، قد او وزن يي کتل کېږي، بشپړ شهرت، طبي تاریخچه، اړونده معاینات، تشخیص او په ښه توګه یې درملنه کېږي.
د دوسیې کارت ورکول کېږي، ترڅو د بیاځلې مراجعې پر وخت یې دوسیه په آسانۍ سره پیدا شي. د بیا ځلې راتګ کارت بڼه ورته ښودل کېږي، چې ناروغ په مناسب وخت کې بېرته مراجعه وکړي.
امېندوارو مېرمنو ته د امېندوارۍ په هکله د زېږون څخه مخکې او وروسته بشپړ روغتیایي معلومات ورکول کېږي. یو معلوماتي کتاب (د مور او ماشوم روغتیا) په نوم ورکول کېږي. امېندوارو مېرمنو ته د زېږون په مجهزه خونه کې د متخصصې ډاکترې او مسلکي قابلې لخوا خوندي ولادت ورکول کېږي. د ماشوم لپاره د ثبت احوال نفوس کارت اچول کېږي، تر څو وکولای شي په آسانۍ سره تذکره ترلاسه کړي. د کلینیک ټولې څانګې ورته معرفي کېږي، ترڅو خپلې ټولې ستونزې په آسانۍ سره حل کړي. د صعب العلاج ناروغانو تشخیص او درملنه د Telemedicine (له بهرنیو ډاکترانو سره د مشورو کولو) له لارې ترسره کېږي.
التراسونډ (تلویزیوني معاینات)
په دېوانبیګي کلینیک کې هره ورځ له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴ بجو پورې د التراسونډ (ټلویزیوني معایناتو) څانګه د متخصصې ډاکترې لخوا ټول نسایي او ولادي ناروغان معاینه، تشخیص او درملنه یې کېږي.
په ولادي ناروغانو کې لکه د امېندوارۍ لومړني تشخیص، د جنین اندازه او عمر، د پلاسنتا موقعیت، د جنینو شمېر، د جنین روغتیايي حالت، د امنیوتیک مایع اندازه معلومول، د جنین د جنسیت ډول (نارینه او ښځینه) معلومول، د جنین د (سوء شکل) معلومول او داسې نور…
په نسایي ناروغانو کې لکه د بېځایه شوي حمل تشخیصول، د رحم (سوء شکل)، د رحم تومورونو (دانو) معلومول، د تخمدانونو د تومورونو او کېستونو (کڅوړو) معلومول او اندازه کول، د ځیګر، تریخي، مثانې او د پښتورګو معاینه کول.
د یادونې وړ ده، چې په دېوانبیګي کلینیک کې نارینه ناروغانو ته د نارینه ډاکترانو لخوا او ښځینه ناروغانو ته د ښځینه ډاکترانو لخوا تلویزیوني معاینات ترسره کېږي.