لوړ فشار

ډاکتر ګل آباد طارق د سرپل ولایت د مرکز اوسېدونکی دی، په ۲۰۰۴ کال کې د کابل طبي پوهنتو د طب پوهنځی څخه فارغ شوي اوسمهال د میدان ورګو ولایت په ولایتي روغتون کې د عمومی داخلې په څانګه کې د متخصص ډاکتر په حیث دنده ترسره کوی او همدارنګه په دیوان بیګی کلینیک کې د مازدیګر لخوا د عمومي داخلې د متخصص په حیث دنده تر سره کوي.

ډاکتر ګل آباد طارق د چهارشنبې په ورځ (۱۴ـ۱۰ـ۲۰۲۰) د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسونل ته فشار چې یوه مهمه او حیاتي موضوع ده تشریح کړه. فشار چې د ژوند تهدیدونکي او فلج واقع کوونکې ناروغي ده خو په عین وخت کې کنترول کوونکې ناروغي هم ده. همدا رنګه د فشار ډولونه چې اېمرجنسي فشار، ارجنسي فشار، او خبیث فشار دی په باره کې یې معلومات ورکړل او همدارنګه دا یې وښودله چې د فشار ناروغ ته څنګه وضعیت وکړل شي، څرنګه ورسره کومک وشي او څرنګه ناروغ آرام وساتل شي او د فشار د ناروغانو د تداوي کولو په باره کې يې مفصله تشریح ورکړه چې د کلینیک صحي پرسونل ته ګټوره تمامه شوه او ټول ورباندې پوه شول.

د کلینیک پرسونل چی په ترننیګ کی یی ګډون کړی وو نومونه یی په لاندی ډول دی

ډاکتر عبدالوارث صافی، ډاکتر فرشته ظاهری، ډاکتر صفی الله، احمد الله، مقبل، محمد یونس، احسان الله، سمیرا، ظریفه، لطیفه، مرضیه، رقیبه او مهاجره.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top