هر درمل چې نېټه، نوم، بېچ نمبر ( سریال نمبر) ونه لري، ګټه مه ترې اخلئ، هر هغه درمل چې له خپلې اندازې نه زیات او یا کم وخوړل شي، د ناروغ لپاره مضر تمامېږي، موږ باید هغه درمل وخورو چې ډاکتر راته توصیه کړي وي.
درمل څه ډول وساتو؟
درمل باید په کور کې د هوا په مناسبه درجه، خوندي، وچ او په منظم ځای کې کېږدئ. همدارنګه د درملو د ساتلو نورې اړينې لارښوونې هم په پام کې ونیسئ، ترڅو مو درمل خپل خاصیت له لاسه ور نه کړي او له ماشومانو د لاسرسي نه لرې واوسي.
هر درمل چې اخلئ یا یې خورئ، لومړی باید ځان ښه پرې پوه کړئ، له ډاکتر یا بل روغتیایي کارکوونکي سره مشوره وکړئ، کله چې د درملو د خوراک یا استعمال په طریقه پوه نه شوئ، نو مه یې خورئ.
د ډاکتر له نسخې او توصیې پرته هېڅ وخت درمل مه کاروئ!
درمل کېمیاوي مواد دي، چې د ځانګړو ناروغیو د مخنیوي، کنټرول او یا درملنې لپاره جوړ شوي دي. ټول درمل زموږ د بدن لپاره ځانګړې ګټې او زیانونه لري، چې د یوه تجربه لرونکي ډاکتر لخوا د توصیې په وخت کې یې ګټې او زیانونه په نظر کې نیول کېږي، نو هېڅ وخت د داسې شخص د توصیې په اساس درمل مه کاروئ، چې په نوموړې برخه کې مسلکي پوهه ونه لري، ځکه کېدای شي، تاسو او ستاسو د ناروغ لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.
که خپل درمل په خپل وخت ونه خورو څه پېښېږي؟
درمل په خپل وخت خوړل ډېر اړین دي، ځکه چې ځینې درمل په ځانګړي وخت کې ښه تاثیر لري، که چېرې توصیه شوي درمل په خپل ټاکلي وخت و نه خوړل شي، نو خپل تاثیرات نه شي رامنځته کولای، چې په پایله کې زموږ درملنه نیمګړې پاتې کېږي. ځینې درمل چې له ډوډۍ نه مخکې او یا وروسته توصیه کېږي، نو باید په نوموړو وختونو کې وخوړل شي، ځکه چې غذایي مواد د درملو په جذب باندې مثبتې او منفي اغېزې لرلی شي.
که پوره درمل و نه خوړل شي څه زیان لري؟
زموږ په ټولنه کې د درملو پوره نه خوړل د نیمګړې درملنې ډېر ستر عامل دی. کوم درمل چې د ډاکتر لخوا ناروغ ته توصیه کېږي، باید پوره وخوړل شي، ترڅو ډوز یې بشپړ شي او ناروغي له منځه یوسي.
ځکه چې یوه ناروغي په یوه ځانګړي ټاکل شوي وخت کې د درملو په مرسته له منځه ځي او کنټرول کېدای شي، که چېرې موږ خپل درمل په پوره توګه نه وي خوړلي، نو کېدای شي زموږ ناروغي نوره هم زیاته شي او د توصیه شوو درملو پر وړاندې هم مقاومت تر لاسه کړي.
د درملو بې ځایه کارول
هېڅ درمل د ډاکتر له توصیې پرته مه کاروئ. په ځانګړې توګه د درد او میکروب ضد درمل (انتي بیوتیک).
انتي بیوتیک څه شی دي؟
انتي بیوتیک د درملو د ډېرو مهمو ډولونو څخه دي، چې د باکتریاوو د له منځه وړلو او ودې د درېدو لامل کېږي، دا چې زموږ د بدن په ځینو برخو کې داسې باکتریاوې شته، چې زموږ بدن ته ګټه رسوي، لکه د (پوستکي او هضمي سیستم ځینې باکتریاوې) او شتون یې زموږ د نورمال ژوند پر مخ وړلو لپاره اړین بلل کېږي، نو د انتي بیوتیکو د بېځایه کارونې له کبله نوموړې ګټورې باکتریاوې له منځه ځي.
د امېندوارۍ په وخت د درملو کارول
کله چې حمل لرئ د ډاکتر له مشورې پرته د درملو د اخیستلو او کارولو له ډډه وکړئ، ترڅو ماشوم او ستاسو بدن ته زیان ونه رسوي. همدارنګه د امېندوارۍ پر وخت چې کوم درمل ستاسو د ډاکتر لخوا تاسو ته توصیه کېږي په بشپړه توګه یې وخورئ.
د درملو په واسطه د مسموم شوي شخص سره لومړنۍ مرستې
هر ډول درمل که چېرې له ټاکلي حده زیات وخوړل شي، نو کېدای شي شخص ته د دوز د لوړوالي له کبله په ژوند کې ګواښونکې ستونزې را منځ ته کړي، حتی د مړینې لامل کېږي.
د هر درمل زهري تاثیرات نظر د هغوی کېمیاوي ترکیباتو، د ناروغ وزن او عمر ته توپیر لري.
د مسموم شوي شخص نښې نښانې:
- خوبه وړی حالت
- ګنګسیت
- په تنفس کې ستونزې
- په خواصو کې بدلون
- د بدن یخوالی او د پوستکي د رنګ تغییرېدل
- کانګې او زړه بدوالی
له مسموم شوي کس سره څنګه مرسته کولای شو؟
- د خولې له لارې د درملو خوړل
که چېرې درمل د خولې له لارې خوړل شوي وي او ناروغ خوبجن نه وي کوښښ وکړئ، چې کانګو ته یې وهڅوئ.
- امبولانس ته ټیلیفون وکړئ!
- – که چېرې شخص ضعف یا بې هوشه وي.
- که چېرې د شخص تنفس (ساه اخیستل) درېدلی وي.
- د زړه او سږو بیا رغونه پیل کړئ.
- هغه درمل چې تاسې پرې شکمن یاست
کوم درمل چې مسموم شوي شخص به کارولي وي له ځان سره راټول روغتون او یا ډاکتر ته يې بوځئ.
- په روغتون کې
- کېدای شي د ناروع معده ومینځل شي.
- کېدای شي ستاسو ناروع ته صحي مشورې ورکړل شي.
ګرانو هېواد والو! د دېوان بیګي کلینیک د درملتون څانګه د سهار له ۸ بجو نه د ماښام تر ۷ بجو پورې ستاسو په چوپړ کې ده.
د دېوان بیګي کلینیک درملتون خپلو هېوادوالو ته د جرمني، ترکيې، هند، انګلستان او پاکستان هېوادونو نه په لوړ کیفیت او مناسب قېمت درمل راوړي. دغه درمل د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د نړیوال روغتیایي سازمان لخوا تایید شوي دي.
د دېوان بیګي کلینیک د درملتون په څانګه کې د ډاکترانو لخوا لیکل شوې او له کلینیک نه بهر ډاکترانو نسخې هم اجرا کیږي.
د دېوان بیګي کلینیک درملتون د ډاکتر له نسخې پرته ناروغانو ته درمل نه ورکوي. هېڅکله او هېڅ وخت د ډاکتر له اجازې پرته درمل مه کاروئ، که هغه د یوې ناورغۍ لپاره ګټه وکړي، د بدن نورو غړو ته زیان رسوي.
د دېوان بیګي کلینیک د درملتون په څانګه کې نور اړین روغتیایي توکي هم شتون لري، چې تاسو په ښه کیفیت او مناسبه بیه تر لاسه کولای شئ.