له بهر ( المان ) نه هډوکو د متخصص ډاکتر زلال احمد د یو ورځنۍ درملنې راپور

زه له څه مودې راهیسې له دیوان‌بیګي کلینیک سره همکار وم. د دې کلینیک سیمه‌ییز ارزښت او د خلکو اړتیاوو دې ته وهڅولم چې په  دې سفر کې یوه ورځ په یاد کلینیک کې د اورتوپیدي ناروغان وګورم، چې د کار په وخت کې مې وکولای شول تر ډېره بریده د اورتوپیدي برخې ناروغان وګورم. کله چې آلمان ته راغلم، ځان مې د کلینیک د همکارانو د مینې او د ناروغانو د غوښتنو پوروړی باله. په دې اړوند مې فکر کاوه، چې په یو ډول له کلینیک سره اړیکې وپالم.

څرنګه چې ما په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې تجربه درلوده، نو د ډاکتر صیب یحيی وردک د هڅونو او غوښتنو پر اساس مې تصمیم ونیو، چې د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري د میاشتې په ۲۶ نېټه د کابل له دیوان‌بیګي کلینیک څخه لیدنه وکړم او همدارنګه د په تمه شویو ناورغانو تشخیص او درملنه وکړم.

کلینیک ته د پخوا په څېر ورغلم، فضا یې له پخواني حالته ډېر مثبت تغییر موندلی و، د معلوماتو په څانګه کې یو نارینه او یوه مېرمن ناسته وه، نژدې ډېر ناروغان کتنې ته په لین کې ناست وو، ځینې ناروغان د رواني مشورو لپاره عقلي و عصبي ډاکتر ته راغلي وو، ځینې د غاښونو ښځینه او نارینه څانګې ته راغلي وو او نور ناروغان خپلو اړوند څانګو ته منتظر وو، چې نوبت ور ورسېږي او خپل تشخیص او درملنه وکړي، چې دا زما لپاره د کلینیک د کار یوه نوې او په زړه پورې برخه وه. ځینې ناروغان د ماشومانو د واکسینولو لپاره راغلي وو، چې د کلینیک واکسیناتورې ورسره بوختې وې.

کلینیک ته په ورتګ سره د ډاکتران صیبانو له تاوده هرکلي سره مخ شوم. په دې ورځ د اورتوپیدي برخې ډېر ناروغان، چې د ملا او پښو دردونه لرل، کلینیک ته راغلي وو. ما هم ۱۲ ناروغان وکتل او لازمه درملنه مې یې وکړه، چې له دې کبله مې ډېر د خوښۍ احساس کاوه.

دیوان‌بیګي کلینیک د کابل په څنډه کې په یوې کوچنۍ ودانۍ کې جوړ شوی، چې د کار ډول او نظم یې ماته د کابل د نورو کلینیکونو په پرتله یوه نمونه ده.

ډاکتر زلال احمد زلال

د هډوکو متخصص

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top