زموږ او ستاسو بدن په کېمیاوي تعاملاتو باندې ولاړ دی، چې عموماً د حرارت په ۳۷ درجو کې ترسره کېږي. که هوا سړه وي او که د اوړي تود لمر وي، د انسان بدن کوښښ کوي، چې د خپل د حرارت داخلي درجه ۳۷ وساتي. هر هغه وخت چې د انسان بدن ډېر ګرم شي، بدن د حرارت د درجې د راښکته کولو په موخه دوه کارونه ترسره کوي:
لومړی: پوستکي ته نږدې واړه رګونه خلاصوي او بيا مالګه او اوبه د خولو په څېر خوشي کوي، له دې لارې بدن د حرارت درجه تر ډېره حده راښکته کولای شي.
دوهم: د وړو رګونو خلاصول د وينې فشار راښکته کوي او د زياتو اوبو او مالګې له لاسه ورکول په بدن کې د اړینو اجزاوو انډول خرابوي. که دا ډول حالتونه دوام وکړي انسان ته لاندې نښې نښانې پيدا کېږي:
ـ سر ګرځېدل او د ستړیا احساس کول.
ـ کانګې يا استفراغ
ـ د بدن درد
ـ تبه
ـ تنده
ـ د سر درد
ـ شديده خوله بهېدل
ـ مغشوش کېدل يا ګډې وډې خبرې کول
که چېرې ژر تر ژر د پورته حالت درملنه ونهشي، کېدای شي د حرارت درجې د کنترولولو توان له لاسه ورکړي، چې په نتيجه کې کېمياوي تعاملونه يو پر بل پسې درېږي او کېدای شي د انسان د مړینې لامل شي.
درملنه:
ـ ناروغ سوړ ځای ته بوځئ،
ـ له پرېوتلو سره سم يې پښې لږ له ځمکې پورته کړئ،
ـ اوبه ورکړئ،
ـ پکه ورته چالانه کړئ او په پوستکي يې لږ اوبه ور وشیندئ،
مخینوی:
ـ کومې کوټې چې لمرخاته ته وي، په کړکيو يې پردې راځوړندې کړئ،
ـ په کافي اندازه اوبه وڅښئ،
ـ د غرمې د يوولسو او ماسپښین د درېیو بجو په منځ کې لمر ته مه ګرځئ،
ـ کوښښ وکړئ سهار وختي يا مازدیګر ناوخته ورزش وکړئ،