د عصبي او رواني ناروغیو متخصص؛ ډاکتر نصیب احمد مسعود لنډه پېژندنه

ډاکتر نصیب احمد مسعود د عجم خان زوی د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د غوزبې کلي اوسېدونکی، د التقوی عالي لېسې نه فارغ او په ۱۳۸۴ لمریز کال یې د ننګرهار پوهنتون له معالجوي طب پوهنځي نه د ام ډي سند ترلاسه کړی.

  • تر فراغت وروسته یې له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۰۷ زېږدیز کاله پورې په کابل کې له برک موسسې سره د نري رنځ، ايډز او رواني ناروغیو په برخه کې د ترېنر ډاکتر په حیث کار کړی دی.
  • له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۰۹ زېږدیز کاله پورې یې په پکتیکا ولایت کې له اې ام سي نړیوالې موسسې سره د داخلې او رواني ناروغیو د درملنې په برخه کې د ډاکتر په حیث کار کړی دی.
  • له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۰ زېږدیز کاله پورې یې په پکتیکا ولایت کې د ام اس اچ نړیوالې موسسې سره د باکیفیته روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتیایي مشاور په حیث کار کړی دی.
  • له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۶ زېږدیز کاله پورې یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډاکتر په حیث کار کړی دی.
  • له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۹ زېږدیز کاله پورې یې د ځوانانو روغتیایي او پرمختیایي موسسې سره د تاوتریخوالي له کبله د رواني ناروغیو د درملنې په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د لارښود استاد په حیث کار کړی دی.
  • او په ۲۰۱۹ زېږدیز کال یې د رواني روغتیا په ملي او تخصصي روغتون کې د رواني او عصبي ناروغیو د درملنې په برخه کې د تخصص دوره پیل کړې، چې په نژدې راتلونکې کې په بشپړېدو ده.

له شپږو میاشتو راپدېخوا په اونۍ کې درې ورځې د دیوان‌بیګي کلینیک د عصبي او رواني ناروغیو د درملنې متخصص په حیث ګرانو هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

کاري وخت: د ماسپښین له ۱ بجې نه تر د مازدیګر تر ۴ بجو پورې.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top