شکر ناروغي

ډاکتر ګل آبار طارق د سرپل ولایت د مرکز اوسېدونکی په ۲۰۰۴ کال کې د کابل طبي پوهنتون څخه فارغ شوی اوس مهال د میدان وردګو ولایت په ولایتي روغتون کې د عمومي داخلې په څانګه کې د متخصص ډاکتر په حیث دنده تر سره کوي او همدارنګه په دیوان بیګی کلینیک کې د مازدیګر له خوا د عمومي داخلې د متخصص په توګه دنده لري.

ډاکتر ګل آباد طارق د سه شنبې په ورځ ۰۸-۱۲-۲۰۲۰ د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسونل ته د شکرDiabetes)) په باره کې ترېنینګ ورکړ.

د شکر ناروغي چې یوه مزمنه او دوامداره ناروغي ده او په ټوله نړۍ کې پرې میلیونونه انسانان اخته دي او کال تر بل یې تعداد زیاتېږي.

د شکر د ناروغۍ اقسام او همدا رنګه هغه خلک چې په دې ناروغۍ اخته دي دوامداره پرهېز (Diet) د دوا استعمال (Oral Therapy) او تمرینات(Exercise) وکړي تر څو د ناروغۍ د اختلاتاتو څخه محفوظ پاتې شي او خپل وزن کنترول کړي او د سبزیجاتو څخه استفاده وکړي او دې تر څنګ یې داسې نور په زړه پورې معلومات وړاندې کړل.

د کلینیک پرسونل چې په ترینیګ کې یې ګډون کړی و نومونه يې په لاندې ډول دي.

ډاکتر عبدالوارث صافی، ډاکتر فرشته ظاهري، ډاکتر صفي الله، لب تکنالوجست احمد الله،  فارمسست مقبل، محمد یونس، احسان الله، لطیفه، مرضیه، سمیرا، رقیبه، او مهاجره.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top