روغتیا پاڼه، درېیمه ګڼه، ۱۴۰۰ ژمی

درنو خویندو او وروڼو!

خوښ یو چې تاسې ګرانو هېوادوالو او ناروغانو ته د دیوان بیګي کلینیک د روغتیایي خپرونې(بولیتون) درېیمه ګڼه وړاندې کوو. له تاسې ټولو څخه د زړه له کومي مننه کوو، چې د خپلو روغتیایي ستونزو د حل په موخه له دې کلینیک څخه لېدنه کوۍ او پر کلینیک، معایناتو، تشخیص، درملنې او درملو اعتبار کوئ.

کلینیک ته ستاسې راتګ او له خدمتونو څخه یې ګټه اخیستنه موږ لا نور هم هڅوي، چې د کلینیک او خدمتونو د لا ښه کولو لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم پراخه کړو.

په وروستیو میاشتو کې د کلینیک د غاښونو دوې څانګې(نارینه او ښځینه) د نارینه او ښخینه ډاکترانو  په درلودلو سره فعاله شوې، همدا راز د عامې روغتیا وزارت او یونیسف په مرسته او همکارۍ په کلینیک کې هره ورځ د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو پورې ټول اړین واکسینونه د ښځینه واکسیناتورانو لخوا ورکول کېږي، چې په اړه یې نور معلومات په مرکه کې لوستلای شی. له دې سره د سیمې د ماشومانو او میندو لپاره لویه آسانتیا رامنځته شوې، ځکه چې اوس اړینه نه ده چې د واکسین په موخه تر لرې ځایونو ولاړ شی.

مونږ پوهېږو چې ستاسې لپاره د روغتیایي خدمتونو کیفیت خورا مهم دی. د کارکوونکو د مسلکي کیفیت د لوړولو لپاره کورني او بهرني روزونکي او متخصصین دیوان بیګي کلینیک ته راځي او دکارکوونکو روزنه او ارزونه کوي. په دې توګه به زمونږ د خدمتونو کیفیت نور هم ښه والی ومومي.

په پای کې له تاسو څخه په درنښت هیله کوو، چې د کلینیک د کارونو د لا ښه کېدو په موخه مو وړاندیزونه او نظرونه راسره شریک کړئ.

مننه، ښه روغتیا ولرئ.

روغتیا پاڼه، درېیمه ګڼه، ۱۴۰۰ ژمی له ښکته لینک نه د پی ډی اف په بڼه ډانلوډ کولای شی!

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top