قدرمنو هېواد والو، ګرانو ناروغانو،
خوشحاله یوو، چې هېواد والو او په تېره بیا د دیوانبیګی سیمې او شاوخوا شریفو خلکو ته د روغتیایي خدماتو ترڅنګ دغه روغتیایي معلوماتي پاڼې (بولټن) وړاندې کوو. دلته زموږ د خلکو لپاره د دوی د روغتیا او ناروغتیا اړونده موضوعات وړاندې کېږي. د دې ترڅنګ بیا د کلینیک د خدماتو او ډاکترانو په هکله هم تاسو ته معلومات ورکول کېږي. خدای دی وکړي چې تاسو ته په زړه پورې وي.
څرنګه چې زموږ کلینیک نوی او دا لومړۍ خپرونه ده، نو هیله مند یو، چې خپل ارزښتمن نظرونه (مثبت او منفي) او وړاندیزونه موږ ته راولیږئ، ترڅو وکړای شو، خپل خدمات او هم خپرونې ستاسو د روغتیا د ساتنې او پالنې لپاره لانور هم ښه کړو.
په همدې هیله
د کلینیک اداره
روغتیا پاڼه، لومړۍ ګڼه، ۱۳۹۶ منی دښکته لینک نه د پی ډی اف په بڼه ډانلوډ کولای شی!