روغتیا پاڼه، دوهمه ګڼه، ۱۳۹۷ ژمی

درنو خویندو او وروڼو،

خوښ یو چې تاسې ګرانو هېوادوالو او ناروغانو ته د دیوانبیګي کلینیک د روغتیایي خپرونې (بولیټن) دویمه ګڼه وړاندې کوو. له تاسې ټولو څخه د زړه له کومي مننه کوو چې د خپلو روغتیایي ستونزو د حل په موخه له دې کلینیک څخه لیدنه کوئ او پر کلینیک، معایناتو او درملو اعتبار کوئ.

کلینیک ته ستاسې راتګ او له خدمتونو څخه یې ګټه اخیستنه موږ لا نور هم هڅوي چې د کلینیک او خدمتونو د لا ښه کولو لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم پراخې کړو.

په وروستیو میاشتو کې د کلینیک ولادي – نسایي څانګه د متخصصې ډاکټرې او قابلې په درلودلو سره فعاله شوه، چې په اړه یې نور مالومات په مرکه کې لوستلای شئ. همداراز د عامې روغتیا وزارت او یونیسف په مرسته او همکارۍ په کلینیک کې هره ورځ د سهار له اتو تر څلورو بجو پورې ټول اړین واکسینونه د ښځینه واکسیناتورانو لخوا پلي کېږي. له دې سره د سیمې د ماشومانو او میندو لپاره لویه اسانتیا رامنځته شوه، ځکه چې اوس اړینه نه ده چې د واکسین په موخه تر لرې ځایونو ولاړ شی.

موږ پوهېږو چې ستاسې لپاره د روغتیایي خدمتونو کیفیت خورا مهم دی. د کارکوونکو د مسلکي کیفیت د لوړولو لپاره کورني او بهرني روزونکي او متخصصین دیوانبیګي کلینیک ته راځي او د کارکوونکو روزنه او ارزونه کوي. په دې توګه به زموږ د خدمتونو کیفیت نور هم ښه والی ومومي.

په پای کې له تاسو څخه په درنښت هیله کوو چې د کلینیک د کارونو د لا ښه کېدو په موخه مو وړاندیزونه او نظرونه راسره شریک کړئ.

مننه، ښه روغتیا ولرئ.

د کلینیک اداره

روغتیا پاڼه، دوهمه ګڼه، ۱۳۹۷ ژمی له ښکته لینک د پی ډی اف په بڼه ډانلوډ کولای شی!

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top