رواني روغتیارواني روغتیا څه ده؟
رواني روغتیا د ښه ژوند کولو او ټولنیزو شبکو علم دی، چې د ژوند ټول اړخونه له جنین څخه تر مړینې پورې پکې شامل دي. رواني روغتیا داسې پوهه او هنر دی، چې له خلکو سره مرسته کوي چې له ټولنې او خلکو سره جوړښت وکړي.
څنګه کولای شو رواني ناروغ وپېژنو؟
کله چې د شخص په تفکر، احساساتو، ادراک او کړنو کې داسې نیمګړتیاوې رامنځته شي، چې د ټولنې د اصولو سره اړخ ونلري، نو ویل کېږي چې شخص په رواني ناروغۍ اخته دی.
رواني ناروغان په لاندې نښو نښانو پېژندل کېږي
- په دوامداره توګه د خواشینۍ احساس.
- له کوم لامل پرته خپه وي.
- ډېری وخت بې خوبه وي.
- تل له عضوي او یا جسمي دردونو څخه شکایت کوي، خو لامل یې معلوم نه وي.
- خپل کړه وړه ورته ښه او د نورو ورته ناسم برېښي.
- ډېر وخت په نه خبره خپه وي، زیاتره وخت په خپلو کړنو پښېمان وي.
- له کوم لامل پرته ډېری وخت وېرېږي.
- ناروغ داسې احساس کوي، چې نور ورسره مینه نه لري او له خلکو کرکه کوي.
- ټولنیزې اړیکې نه خوښوي او یوازېتوب اختیاروي.
- غیبي غږونه آوري، غیبي شیان ویني او په خپل بدن کې د آزار ورکوونکو څیزونو احساس کوي.
- په دې باندې باورمند وي، چې (دښمنان لرم، له منځه مې وړي او د وژلو دسیسه راته جوړوي).
- په هرڅه شک او بدګماني کوي.
- له کوم لامل پرته جنګونه کوي یا د کور وسایل ماتوي.
- د ځان وژنې، د بل وژنې فکر او هڅه کوي.
- شخص سستي لري او د ژوند څخه خوند نشي اخیستلای.
په رواني ناروغیو د اخته کېدلو لاملونه
ډېر عوامل شته، چې د رواني ناروغیو په منځ ته راتلو کې رول لري، لکه بیولوژیکي عوامل چې دلته د ناروغ په اناتومیک جوړښت کې د نیمګړتیا او ځینې کیمیاوي موادو د زیاتېدلو او کمېدلو له کبله رواني ناروغۍ پیدا کېږي. رواني او ټولنیز عوامل لکه د نږدې کس له لاسه ورکول او یا په کورنۍ کې د تاوتریخوالي موجودیت هم د رواني ناروغیو لامل کېږي.
په افغاني ټولنه کې د تاوتریخوالي مختلف ډولونه شته، چې رواني ناروغۍ منځ ته راوړي لکه په کورنیو کې وهل ټکول، سوځول، کیمیاوي موادو شیندل، کم عمر او جبري ودونه، د یوشخص تهدیدول، ښکنځلې کول، په بدو نومونو یادول، له خپل حق یا انتخاب څخه محرومول او داسې نور چې رواني ناروغۍ منځ ته راوړي.
د رواني ناروغیو مخنیوی (څه باید وکړو چې په رواني ناروغیو اخته نه شو؟)
- د رواني ناروغیو په هکله د ټولنې د غړو د پوهاوي کچې لوړوالی.
- د رواني ناروغیو پر وخت پېژندنه او د هغې درملنه ډېره اغېزمنه ده، نو که چېرې هغه نښې لرئ چې مخکې مو ترې یادونه وکړه، ژر تر ژره یو نږدې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ.
- د میندو پر وخت بوول ډاکتر ته تر څو روغ ماشوم وزيږوي.
- د نورو ناروغانو پر وخت درملنه.
د رواني ناروغیو درملنه
- طبي درملنه
- رواني ټولنیره مشوره
- دوديزه درملنه
د رواني ناروغانو د استراحت او هوسا ژوند کولو لپاره رواني روغتیایي لارښوونې
- قدم وهل.
- په طبیعي منظره کې وخت تېرول.
- د یو ښه او رښتیني ملګري څخه مشوره اخیستل.
- د ځان لپاره یو ښه کاري چاپېریال جوړول.
- لیکنې کول.
- ښه مزه لرونکې قهوه یا چای څښل.
- د کورنیو حیواناتو سره وخت تېرول.
- په خپل باغ یا باغچه کې کار کول.
- د ښه او اړین کتاب لوستل.
- د جسمي او نورو ناروغیو په وخت درملنه.
د رواني ناروغیو په درملنه کې رواني مشوره، درمل او شغل یا حرفې ته د رواني ناروغ هڅول دي، ځینې رواني ناروغۍ یواځې رواني مشورې او ځینې رواني ناروغۍ درملو او رواني مشورې دواړو ته اړتیا لري.
محمد الیاس وردګ
د طب پوهنځی د وروستي کال محصل او دیوان بیګي کلینیک کې ستاژر