په دېوانبیګي کلینیک کې د امېندوارۍ تر منځ د واټن د مراعاتولو اړونده مجربې ښځینه ډاکترې لخوا مشوره ورکول کېږي، ځکه چې د زېږون تر منځ د واټن ساتلو په نتیجه کې ماشومان په ښه ډول تغذیه کېږي او په پایله کې سالمه ټولنه او ماشومان منځته راځي.
لږ تر لږه د درې کلونو واټن په مراعاتولو سره یوه مور کولای شي، چې د ویټامینونو، منرالونو، اوسپنې او خوراکي موادو ضایعات، چې د امېندوارۍ او یا شیدو ورکولو پر مهال ضایع شوي دي بیا ترلاسه کړي. د کورنۍ، ماشومانو ټولنیزې او اقتصادي غوښتنې پوره کړي. همدارنګه د زېږون تر منځ د واټن ورکولو په موخه په دېوانبیګي کلینیک کې په وړیا ډول مشورې ورکول کېږي.
د واټن ورکولو پېچکارۍ
د واټن ورکولو پېچکارۍ له حمل څخه د مخنیوي لپاره بېخطره او ډېرې اغېزمنې دي. هغه میندې چې نور د واټن ورکولو پېچکارۍ نه کاروي کېدای شي د څلورو میاشتو په موده کې بیا حمل واخلي.
لوپ (سامان)
لوپ (سامان) د حمل د مخنیوي لپاره بېخطره او اغېزمن دی. لوپ (سامان) کولای شي، د لسو کلونو لپاره له حمل څخه مخنیوی وکړي، خو که چېرې میندې وغواړي چې مخکې له دې نېټې نه حمل واخلي، نو کولای شي په هر وخت کې چې وغواړي لوپ (سامان) لرې کړي.
د واټن ورکولو ګولۍ
د واټن ورکولو ګولۍ له حمل څخه د مخنیوي لپاره اغېزمنې دي، د شپې لخوا یوه دانه په خپل وخت معمولاً د خوب څخه مخکې وخوړل شي. د واټن ورکولو ګولۍ نږدې ټولو میندو ته بېخطره دي او د هر عمر میندې کولای شي، د واټن ورکولو ګولۍ وخوري.
پوکاڼه (کانډوم)
د پوکاڼې کارول هېڅ زیان نه لري.که پوکاڼه په معمول ډول وکارول شي، حمل ته د واټن ورکولو په موخه تر یوې اندازې اغېزمن او کارول يې ساده دي. پوښ د اېډز په ګډون له هغو ټولو ناروغیو څخه، چې د جنسي عمل له لارې انتقالېږي، مخنیوی کوي.
یوازې د شیدو په ورکولو سره له حمل څخه مخنیوی
د مور د شیدو ورکول په لومړیو شپږو میاشتو کې له حمل څخه مخنیوی کوي، په دې شرط چې د مېرمنې میاشتنی عادت بېرته نه وي راګرځېدلی او مور ماشوم ته یوازې خپلې شیدې ورکړي او اضافي خواړه ورنهکړي.
که مور وغواړي چې د یوې اوږدې مودې لپاره حمل وانهخلي یا دا چې مور پرته د خپلو شیدو ماشوم ته ځینې اضافه خواړه ورکوي، نو په دې صورت کې باید په لومړیو شپږو میاشتو کې د شیدو ورکولو تر څنګ د یوې بلې لارې (د واټن ورکولو پېچکارۍ یا لوپ) څخه هم ګټه واخلي.