د کورنۍ لارښود  په هکله عامه پوهاوی سیمنار

د افغانستان د ټولنیز بازار موندنې اداره (ASMO) په افغانستان کې د ټولنیز بازار موندنې او د چلند د بدلون ارتباطي موسسه ده؛ چې د روغتیا سکتور یې، په عمومي ډول د کورنۍ لارښود او د مور او ماشوم روغتیا باندې تمرکز کوي.

د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې په ۶ نېټه باندې په دیوان بیګي کلینیک کې ناروغانو ته د کورنۍ لارښود په هکله د افغانستان د ټولنیز بازار موندنېد  اداري کارکونکې ستاره ابراهیمی لخوا معلومات ورکړل شول.

دغه د عامه پوهاوی سیمنار کې ۱۹ ښځو ګډون کړی وو او د لاندې موضوعاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول:

۱- د اسلام او طب له لیدلوری د کورنی نظم تعریفول

٢ – د کورنۍ د مقرراتو ګټې او زیانونه

۳ – د کورنۍ په مقرراتو کې د ښځو او میندو رول

۴ – د کورنۍ د مقرراتو د کنټرول لارې چارې

۵ – د خوشالۍ د تابوو معرفی کول او له هغه څخه څنګه ګټه پورته کول

۶ – د خوشالۍ د امپول معرفی کول او له هغه څخه څنګه ګټه باید واخیستل شي

۷ – د کانډوم معرفی کول او د کارولو طریقه ښودل

۸ – د IUD معرفی کول او څنګه یې باید وکارو د عملي ښودل

۹ – د امپلنیت معرفی کول او د هغه کارولو طریقه ښودل

۱۰ – ښځو ته د کم خونۍ ښودل

 ۱۱ – هغه عامل چې په ښځو کې د کم خونۍ لامل ګرځي

۱۲ – د کم خونۍ د مخنیوی لارې چارې

١٣ – د وینې د پیاوړتیا درمل

۱۴ – د ناپاکو اوبو څخه د ناروغیو پیداکېدل

۱۵ – هغه ناروغۍ چې د اوبو د ککړتیا له امله منځ ته راځی

١٦ – د اوبو د پاکولو لارې چارې، د اوبو پاکولو مایع او د اوبو پاکوونکي درمل ښودل

۱۷- د زېنک د محلول د ګټې اخیستنې لارې چارې

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top