د کریمیا کانګو وینه بهېدونکې تبه

دا یوه حاده وېروسي او وینه بهېدونکې تبه ده چې په ۱۹۴۴ زېږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره د اوکراین په کریمیا ټاپو وزمه کې کشف شوه او په ۱۹۶۹ زېږدیز کال کې معلومه شوه چی دکریمیا کانګو وینه بهېدونکې تبه داسې ناروغي ده چې په ۱۹۵۶ زېږدیز کال کې د افریقا په کانګو هېواد کې کشف شوې وه. له همدې کبله د دې ناروغۍ په سر کې لومړی ددې دوو هېوادونو نومونه ذکر کېږي. دغه ناروغي یوه داسې وېروسي ناروغي ده چې د مړینې کچه یې په سلو کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنه ده او د دې ناروغۍ انتقال زیاتره د ګرمۍ په فصل کې لیدل کېږي. په ځانګړې توګه د پسرلي له موسم څخه پیل او د مني تر موسم پورې ډېر وي.

د ناروغۍ لامل

د کریمیا ګانګو د وینې بهېدونکې تبې لامل هغه وېروس دی چې د ربو وېروس له ډلې څخه او د بونیا وریدا له کورنۍ څخه دی. نوموړی وېروسRNA  وېروس دی او دغه وېروس د حرارت کلور او په اسیدي محیط کې ډېر حساس دی، د ۶۵ درجې سانتي ګرېډ تودوخې لاندې چې عموما غوښه پدې درجه پخېدای شي، په ۲۴ ساعتونو کې له منځه ځي او دا وېروس کولی شي چې د وینې په داخلي جریان کې ۴۰ تر درجې حرارت لاندې تر۱۰ ورځو پورې پاتې شي.

د انتقال لارې

۱ : په لومړي قدم کې تر ټولو لوړه فیصدي د انتقال کنک، کنیې یا کنه په واسط صورت مومي چې دا کنه د هیالوما په نوم سره یادېږي.

دغه ناروغي د وېروس انتقال کوونکې ده او کله چې دا کنه  یو ځل  د ځان سره وېروس واخلې بیا د ټول عمر لپاره منتن پاتې کېدای شي او کله چې هر انسان وچیچي، هغه دکانګو په ناروغۍ اخته کېږي.

دا کنه کولی شي چې اهلي او وحشي حیوانات په ناروغۍ اخته کړي، حال دا چې نوموړی حیوان به په خپل ځان کې د کانګو وېروس لري اما خپله به هېڅ ډول نښې او نښانې نلري او دا ډېره مشکله ده چې موږ یې تشخیص کړو.

۲: تماس پیدا کول د منتن حیوان له غوښې، پوستکي، وینې او افرازاتو سره.

۳: الوتونکي حشرات لکه مچ، ماشه، شاپرک او داسې نور هم کولی شي دغه وېروس انتقال کړی.

۴:د کانګو ناروغ د وینې له افرازاتو سره په تماس کې راځي.

کلینیکي نښې نښانې

 په عمومي توګه که ناروغ لوړه درجه تبه ولري، د عضلاتو درد او وینه بهیدنه د پوزې تر پوستکي لاندې د خولې مخاطي غشا او ادرارو کې ولري باید د پلټنې لاندې و نیول شي.

د نښانو پيل کېدل له ۱  څخه تر ۳ ورځو پورې وخت نیسي چی عبارت دي له شدیدې سردردۍ ، لوړه درجه  تبه، لړزه، شدید عضلاتي درد، سرګېچي، د غاړې شخوالی  او درد، د سترګو درد، د رڼا په مقا بل کې د سترګو حساسیت، زړه بدوالی ، استفراق، د ستوني درد، د خیټې درد، اسهالات، بې اشتهايي، د خولې او پوزې څخه وینه بهیدنه او داسې نور.

که د پلتیلیت اندازه د ۱۰ زره څخه کم شي، کېدای شي چې ترومبو سایتوبیني تبه له ۳ څخه تر ۱۴ورځو پورې دوام وکړي.

تشخیص: د لابراتواري معایناتو پواسطه کولی شو تشخیص یې کړو مثلا CBC,LFT, RFT, معاینات ELISA  او د  PCR  مثبت  نتیجه راتللو سره تشخیص کېږي.

تفریقی تشخیص یا  DDX  

د لاندې امراضو سره تفریقي تشخیص کوو.

انفلونزا، وېروسي هېپاتایت، شری، مننګوکوکسمیا، سپتسمیا، محرقه، ملاریا  او انترکس.

اختلاطات یا Complications

د ځیګرعدم کفایه، د پښتورګو عدم کفایه، د توري غټوالی، مرګ

تداوی یا Treatments

۱ : ناروغ باید ژرتر ژره د روغتون په ایزوشن وارد  کې بستر شي؛

۲ :د عضویت مایعات او الکترولایتونه یې اعاده شي؛

۳ :د وینی پلتیلیت یې باید پوره شي پداسې حال کې چې له ۵۰۰ سي سي وینې څخه ۵۰ سي سي پلتیلیت منځته راځي؛

۴:د ریباورین تابلیت چې د ویروس ضد درمل دي او تر اوسه هم د ریسرچ لاندې دي او دوز یې هم په مختلفو کتابونو کې فرق کوي باید ورکړل شي. ۳۰ملي ګرام  في کیلو ګرام وزن بدن ته په یو ځای ورکول کېږی او له هغه څخه وروسته ۱۵ ملي ګرام في کیلوګرام وزن بدن ته له هرو شپږو ساعتونو څخه وروسته د څلورو ورځو لپاره او وروسته له هغه  ۷،۵  ملي ګرام في کیلوګرام وزن بدن ته هر شپږ ساعته وروسته د شپږو ورځو لپاره تطبیق شي.

وقایه یا Prevention:

۱ :عامه پوهاوی باید د میډیا د مختلفو ذریعو له لارې تر سره شی؛

۲ :د ناقل یا کنه له منځه وړل؛

۳: د کنه د چیچلو څخه مخنیوی؛

۴:د ناروغ د وینې او افرازاتو له مستقیم تماس څخه او همداسې د حیواناتو د وینې او افرازاتو څخه مخنیوی باید و شي په ځانګړې توګه صحي کارکونکي، قصابان، آشپزان او هغه کسان چې د حیواناتو په مسلخ یا د حلالولو په محل کې کار کوي، ډېر احتیاط وکړي.

۵: محافظتي لباسونه اغوستل لکه اوږد پېش بند، دستکش، ماسک، عینک او داسې نورو څخه باید استفاده و شي.

۶: د حیوان پوستکی باید ژر تر ژره د پلاستیک په کڅوړه کې له اېښودلو څخه وروسته دفن شي.

ترتیب کوونکی

متخصص ډاکتر خواجه محفوظ  صدیقي، په دیوان‌بیګي کلینیک کې د داخله ډاکتر

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top