د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په دیوان بیگی کلینیک کې صحی تدابیر

دیوان بیګی کلینیک د سیمې اوسیدونکو ته د لا ښه خدمت او د کرونا ویروس( کوید۱۹) د کلینیک له لارې نورو ناروغانو او پایوازانو ته د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپل ټول پرسونل د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي مخصوص کالیو (PPE) کیت او د تبې د معلومولو ترمامیتر باندې سمبال کړي دي. په دغه کیت کې لاندې مواد شامل دي:

  • د کرونا ویروس د مخنیوي مخصوص کالی
  • عینکې
  • N 95 ماسک
  • دستکش
  • د مکروب ضد څپلکو پوښونه
  • خولۍ
  • د ټول مخ د پټولو لپاره مخصوص ماسک

هر نفر چې کلینیک ته داخلېږي، د کلینیک په دروازه کې ناروغ، پایواز او حتې د کلینیک پرسونل لومړی یې د یو متر په اندازه له لرې د تبې په مخصوص ترمامیتر باندې د صحی پرسونل په واسطه تبه کتل کېږي. که تبه يې لږ څه زیاته وي، ډاکتر ته خبر ورکول کېږی. ډاکتر د ناروغ څخه پوښتنې کوی او که هغه اعراض او علایم په یو کرونا ناروغ کې موجود وی لکه: تبه، زکام، والګۍ، توخۍ او پرنجۍ او داسی نور… نو ډاکتر ورته لارښونه کوی چې  د کوید ۱۹ لپاره جوړ شوی روغتون سره تماس ونیول شی. تر څو ورته مشوره یا رهنمائي او د اړتیا په صورت کې معاینات وکړی.

او همدارنګه هر ناروغ، پایواز او هر څوک چې کلینیک ته داخېلېږي، لومړۍ خپل لاسونه د کلینیک په حویلۍ کې د لاس مینځلو په ځای (دستشوی) کې د صابون سره مینځی، ضد عفونی مواد پرې وهي او هم ناروغ او پایواز ته د صحی پرسونل او همدا رنګه د لوحو په واسطه لارښونه کېږی، چې له یو بل سره دوه متره فاصله مراعت کړئ.

د دې تر څنګ د دیوان بیګی په کلینیک کې هغه ناروغ او پایواز چې ماسک نلري، یو ماسک او یوه جوړه دستکش په وړیا ورکول کېږی، او هم ور ته ویل کیږی چی خپل لاسونه په کلینیک کی د موجود ضد عفونی پرېمینځئ، او ضد عفونی موادو وموښئ.

دیوان بیګی کلینیک د ټولو مراجعینو او راغلو کسانو څخه مننه کوي، چې کلینیک ته د داخلېدو په وخت کې یې په پوره حوصله مندي او خوښۍ د کلینیک د صحي پرسونل ټولې هغه صحي لارښونې منلې او عملي کړې یې دي، چې د کرونا ویروس (کوید ۱۹) د خپرېدو د منخیوي سبب کېږي.

او په پاي کې د دیوان بیګی کلینیک اداره د خپل ټول پرسونل څخه مننه کوی، چې په سختو شرایطو کې يې خپلو دندو ته دوام ورکړئ، تر څو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

راپور جوړونکۍ: ډاکتر عبدالوارث صافی د کلینیک د آمر لخوا

تخنیکي همکار: خالد وردک، تاریخ /۰۹/۰۵/۲۰۲۰

Scroll to Top