ښاغلی ډاکټر عبدالوارث صافی د حاجي خیر محمد زوی په ۱۳۵۶ لمریز کال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د رنګرېزانو په کلي کې زېږېدلی. لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې یې د کډوالۍ په دیار کې په التقوا ښوونځي کې کړي او په ۱۳۷۴ لمریز کال له حضرت صدیق اکبر لېسې نه په عالي درجه فارغ شوی.
وروسته یې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځي کې د طبي علومو زدهکړو ته ملا وتړله او په ۱۳۸۳ لمریز کال یې له نوموړي پوهنځي نه د MD سند ترلاسه کړ.
څرنګه چې کورنۍ یې په پېښور کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرولې، ډاکتر عبدالوارث هم د هغوی د مرستې په خاطر، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وو یو ځل بیا پېښور ته کډوال شو، چې د هغوی د ستونزو په راکمېدو کې یو څه ونډه واخلي. همدا و چې په یوه خیریه موسسه کې یې دنده تر لاسه کړه.
کله چې د کشمیر په علاقه کې زلزلې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه واړول، نوموړي د همدې خیریه موسسې له خوا زلزله ځپلې علاقې ته واستول شو، چې د روغتیا په برخه کې د خلکو لاسنیوی وکړي. همدارنګه د نوښار او چهار صدې سیمې د سیلابونو د راوتلو له امله ویجاړۍ شوې وې، ډاکټر عبدالوارث بیا هم د زاخېلو کمپ د کډوالو د روغتیا په برخه کې خپلې مرستې ونه سپمولې او د کډوالو ناروغانو درملنه یې وکړه.
په ۱۳۹۰ لمریز کال خپل هېواد افغانستان ته راستون شو او د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جامع صحي مرکز CHCد آمر په توګه په دنده وګومارل شو. وروسته یې بیا د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په روغتون (DH) کې یې د ډاکټر په حیث دنده تر لاسه کړه. له هغه وروسته یې د کابل په الحیات روغتون کې د عاجلې خونې مسوولیت واخیست او اوسمهال په دیوانبیګي کلینیک کې د آمر په توګه دنده ترسره کوي او په پوره اخلاص د خپلو هېوادوالو د ناروغیو په تشخیص او درملنه باندې بوخت دی.
پاتې دې نه وي چې ډاکټر عبدالوارث پر داخله څانګې سربېره د ماشومانو او پوستکي ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې کافي تجربه لري او په همدې برخه کې د ناروغانو په خدمت کې دی.
عبدالوارث له ښو اخلاقو، تقوا، صبر او حوصلې نه برخمن دی. الله دې ورته اجرونه ورکړي.