پوهندوی ډاکتر توریالي حکیمي

پوهندوی ډاکتر توریالی حکیمي د محمد غوث زوی د وردگو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنگي درې اوسېدونکی دی. نوموړي د ښوونځي دوره په نادریې عالي لېسه کې بشپړه کړې او په 1383 لمریز کال یې له کابل طبي پوهنتون نه د MD سند ترلاسه کړی دی.

نوموړي له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته یو څه موده د جمهوریت روغتون په داخله وارډ کې دنده ترسره کړې او په 1385 لمریز کال یې له رقابتي آزموینې وروسته د کابل طبي پوهنتون د انستیزي او ریانمیشن په ډیپارتمنت که دنده پیل کړه. له دوه نیمو کلونو وروسته، نظر خپلې علاقې ته یې له یاد ډیپارټمنټ نه د ماشومانو د جراحي ډیپارټمنټ ته، چې په میوند روغتون کې موقعیت لري د مسلک د تغییر پر اساس دنده پیل کړه . نوموړي په یاده دوره کې له یوه فېلوشیپه په ګټې اخیستنې سره په 2013 زېږدیز کال د ماشومانو د جراحۍ په برخه کې آلمان او بیا په ورته فېلوشیپ کې په 2017 زېږدیز کال آمریکا ته سفر کړی دی.

ډاکتر حکیمي د ماشومانو د جراحۍ په برخه کې د تخصص او فوق تخصص اسناد لري او اوسمهال د کابل طبي پوهنتون د ماشومانو د جراحۍ په ډیپارټمنټ کې د اسوشیټ پروفیسور او ټرینر په حیث د ګرانو هېوادولو په چوپړ کې دی. نوموړی شاوخوا 25 خپاره شوي علمي آثار لري، چې ډېری یې په معتبرو کورنیو او نړیوالو ژورنالونو کې خپاره شوي دي. ډاکتر حکیمي دا مهال د مسلکي مصروفیت تر څنګ د ډیپارټمنټ د آمر (شف) دنده هم لري او همداراز د دیوان‌بیگي کلینیک د جراحۍ څانگې مسوول هم دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top